تاند- په فرانسه کې، یوې جوړې هېره کړې وه چې د واده ورځ یې ده او د واده په سالون کې ګڼ خلک دوی ته انتظار دي.
د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې، د فرانسې په انژې ښار کې د ښاروالې په ګډون په لسګونو کسان د ناوې او زوم لپاره په سالون کې انتظار ول څو د دوی نکاح ولوستل شي او هغه ثبت کړي.
ټاکل شوې وه چې نکاح د ورځې په ۱۰ بجې ثبت شي خو نه یوازې دا چې د زوم او ناوې درک نه و، ټېلفون ته یې هم ځواب نه وایه.
ماسپښین ناوخته ۴ بجې دا سالون بل واده ته ریزرف یا ځانګړی شوی و. خو بیا هم د لومړنۍ ناوې او زوم درک ونه لګېد. په دې منځ کې په همدغه سالون کې ۴ ودونه وشول.
ښاروالې وویل چې تر دې پخوا هم داسي شوي مګر په پخوانیو مواردو کې ناوې او زوم له واده پښېمانه شوي ول مګر دا ځل د ناوې او زوم هېر شوي ول چې نن یې د واده او د نکاح د مراسمو ورځ ده.