ديارلس کاله په هيلو، ژمنو او انتظار تير سول .

د مظلوم ولس ډېري اوښکي او ويني توى سوې.

لوى کورونه کوچني او کوچني کورونه لوى سول.

د ښارونو خلک صحرا او صحرايان په ښارونو کي ميشت سول.

ډېر وږي ماړه او ځيني ماړه کسان له خپلو مېنو څخه هم بې برخي سول.

سور سترګي نور هم چاغ، په مډالونو او لوړو رتبو ونازول سول، ليکن ولس همداسي پاته سو.

ليري پرتو ولسواليو ته پاخه سړکونه او دبيا رغووني چاري وغزېدې، خو د ځينو  رغنيزو پروژو پيسې ان په ګاونډي هيواد کي يوشمير کسان ښه هوسا کړل.

د هيواد په تاريخ کي ددومره زياتو نړيوالو مرستو، پوځي او ملکي ملاتړ ترڅنګ په هيواد کي دننه د افغان امنيتي ځواکونوپه يونيفورم کي د کورنيو او بهرنيانو پوځيانو وژل ساري نه لري.

په تير ديارلس کاله کي  زرګونو زده کوونکو او محصلينو ته دزده کړو زمينه په داسي حال کي چمتو سوه، چي د ډېرى زده کوونکو په غوړو، بسکوټو او قرطاسيې د هيواد په لويو ښارونو کي يوشمير د پوهني وزارت منسوبينو دنګي ودانۍ جوړې کړې.

په تيرو ديارلس کلنو کي افغانستان يو وار بيا د اساسي قانون خاوند سو، خو تر ډېره ځايه پر مظلوم عملي او زورور سرې سترګي ټوپکسالاري کول.

په همدې کلنو کي موږ د درې ګونو ( قضائيه، مقننه او اجراييه ) ځواکونو د يوځل بيا فعاليدو شاهدان يو، خو په همدغو کلنو کي  دبيت المال په پيسود نړۍ لوکس ښارونو ته د مسؤلينو سفرونه هم د هرافغان په ياد دي.

د تيرو ديارلسو کالو په اوږدو کي ارګ ته له هغو هيوادونو څخه د مرستي په نامه د پيسو ډکي کڅوړي راتلې، چي افغان ملت يې د لاسوهنو څخه  شپه په ويښه تيروي.

تير ديارلس کاله د افغانستان په تاريخ کي عجيبه دوره وه ؟ دا دوره به د تاريخ په زړه کي په بېلا بيلو نومونو پاته وي، ځکه په لومړي ځل افغانانو ته د (بيان ازادي) په داسي بڼه راغله، چي تر دې وړاندي په داسي بڼه نه وه.

د همدې کلنو په بهير کي د بيان ازادي(!) دومره وپړسېده، چي د افغانستان ملي ترمينالوژي يې لاهم تر ستوني تېره او په سپين سترګى يې نه يوازي د پوهنتون نوم په دانشګاه بدل کړ، بلکي عملا يې د پوهنتون پر ودانيو د ايران هيله پوره کړه.

يوشمير افغان رسنۍ يوازي له نامه څخه ماسوا نور نه پېژندل کيږي، چي له تهران څخه خپروني کوي، که له کابل څخه !

په ځينو ولايتي پوهنتونو کي  د( ايران شناسي) څانګي هم پرانيستل سوې او په اکاډميک چاپيريال کي په ايراني مفکوره ليکل سوي کتابونه ځاى پرځاى سول.

داسمه ده، چي ملي سرود په ملي او رسمي ژبه له اوږده ځنډ  وروسته چمتو سو، خو لا تراوسه هم هيڅوک په دې ګرم ونه ګڼل سو، چي ولي په رسمي غونډو کي ملي سرود ته درناوى ونه کړ.

په بېلا بېلو ولايتونو کي د سياسي جوړجاړيو له مخي متعصب، بېسواد او په فساد کي غرق مسؤلينو پر مظلوم ولس تپل سوي وو.

اوس اندېښنه داده، چي دا نوى ګډوډ دولت( ملي يووالى) به پر افغان ولس څه مېچني وچلوي؟

زه  باوري يم، چي دا نوى نظام به د تيروديارلس کالو په پرتله نور هم کړکېچن او د ولس ارمانونه به په اوبو لاهو کړي، ځکه تر دې مهاله د پرديو اراده، شخصي غوښتنو ته غوږ نيول او د ملت رايو ته نه درناوى هغه څه دي، چي نور هم د ولس اندېښنې زياتوي.

                                   د افغان ولس دښې راتلونکي په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *