په هېلمند ولایت کې د ودان افغانستان ګوند د ولایتي کومیټې د اطلاعاتو پربنسټ، په دغه ولایت کې جګړو زور اخیستی او ګڼې سیمې د وسلوالو مخالفینو له ګواښ سره مخامخ دي.
د دغه ولایت مدني او فرهنګي پرمختګونه ، ثبات، دملي حاکمیت استازندویه بنسټونه او تر ټولومهم د دې ستر ولایت اوسېدونکې پرګنې خوندي نه دي.
دجګړې کرښې د لښکرګاه ښار ته، چې په تېرو څوکلونو کې یې ورو ورو د یوه مدني او پرمختللي ښار څېره اخیستې وه، ورنږدې کیږي.
په ټوله کې هېلمند ولایت چې د افغانستان د ملي اقتصاد تر ټولو ستر ې سرچینې په کې دي، له دې ویرې سره هم مخامخ دی، چې اقتصادي څرخ به یې ـ خدای مه کړه ـ زیان وویني او یوځل بیا به د ترور، وحشت او مخدراتو په ټاپو واوړي.
ودان افغانستان ګوند چې د ټول هېواد حالات له نږدې څخه څاري، په ټینګار سره پر حکومت غږ کوي، چې د خپلو دفاعي ـ امنیتي ځواکونو سیمه ییزې هماهنګۍ ، ګډ عمل او د هڅو ګډون (تشریک مساعي) ته کلکه پاملرنه وکړي. له مرکز څخه باید په جدي پاملرنې او هراړخیزو تماسونو سره د هغو ملي ځواکونو د قربانیو درناوی وکړي، چې په لومړیو کرښو کې د هېواد زمکنۍ بشپړتیا ساتي او سرونه یې په لاسونو کې نیولي دي.
ګوند پرټولو ښکېلو غاړو غږ کوي، چې د مُلکي خلکو، ښځو ، ماشومانو، بې وسلو وګړیو ژوند اوملي ـ اقتصادي بنسټونو خوندیتوب ته پام وکړي.
ګوند باور لري، چې هېڅ سیاسي سیالي د دې ارزښت نه لري، چې له امله یې د یوه هېلمندي او بل هر افغان ماشوم یو څاڅکی وینه وبهول شي.
پرهېلمندي ولس غږ کوو، چې تر بل هر وخت ډېر د یووالي او ولسي پیوستون اړتیا وپېژني او د هېلمند د ژغورلو لپاره سره یو شي.
له بده مرغه د هېلمند پېښې په دغه ولایت کې د مافیايي کړیو په ګټو او د یوشمېر شخصیتونو او ډلو په قومي او سکتاریستي سیالیو کې هم ريښې لري، نو که ولس له دوی سره خپلې اړیکې پرې کړي او د سیمه ییزو ـ قومي ناندریو پرځای د ټول هېلمند او افغانستان د خوندي کولو لپاره سره نږدې شي، خپل ملي او تاریخي مسئولیت به یې ادا کړی وي.
ګوند د خپلو خلکو په منځ کې ژوند کوي او د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دی. له همدې دریځه ، د افغانستان حکومت ته په ټینګه سپارښتنه کوي، چې د هېلمند په وړاندې کوشنۍ بې تفاوتي او ناغېړي به یوه ستره تاریخي تېروتنه وي، چې جبران به نه شي.
په دې برخه کې د ګوند ولایتي کومیټه او په لوی سر کې ټول تشکیلات له خپل ولس سره د هر راز ملاتړ او هر اړخېزې ملګرتیا ژمنه بیا ځلې څرګندوي.
په ویاړلي او تاریخي هېلمند او ټول افغانستان کې د سولې، ثبات او ورورولۍ د ټېنګښت په هیله .
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومیټه
فرهنګي څانګه
کابل