ډاکتر وکیل

د ميدان وردګ ولايت د ځوانانو، فرهنګيانو په ځانګړې توګه د ميدان د خوځښت ټولنې له خوا د هېواد د ستر خدمتګار او د کرنې د پخواني وزير ډاکټر عبدالوکيل خان د مړينې څوارلسم تلين د ملي راډيو ټلوېزيون په تالار کې په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شو. غونډه دولسمشر محمد اشرف غني په رالېږلي پيغام پيل شوه، چې پکې ډاکټر عبدالوکيل خان د افغانستان او سيمې وياړ بلل شوى وو، ورپسې د ملي تحريک مشر پوهنوال محمد اسمعيل يون، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير پوهنمل غلام نبي فراهي، د ولسي جرګې پخواني استازي کبير رنجبر او يو شمېر پوهانو او ځوانانو د افغانستان د کرنې د پخواني وزير عبدالوکيل خان په ژوند او خدمتونو خبرې وکړې او نوموړى يې د سيمې او افغانستان لپاره نعمت وباله ، د غونډې ګډونوالو ووېل، په افغانستان کې د معمول خلاف ماين خښوونکي او انسان وژونکي د ځينو اشخاصو لخوا لمانځل کيږي او پوهنتونونه او اکاډ ميک محلونه پرځاى د دې چې د ډاکټر وکيل خان په څېر خدمتګارانو په نوم ونومول شي د هغو کسانو په نامه   نومول کيږي چې زور لري.

مرحوم وکيل خان په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د مڼو، زرداليو، ګيلاسو،شفتاليو،ناکو، ځمکنيو توتو او رنګارنګ ميوو مختلف نيالګي افغانستان ته راوړي او خلکو ته يې د تر ويج په اړه معلومات ورکړي دي ، چې د افغانستان په تېره بيا د ميدان وردګو د ولايت اقتصاد يې ډېر لوړ کړى دى او د افغانستان د ښکلو او خوږو مڼو له امله د افغانستان اونړۍ د ډېرو خلکو روغتيا ښه شوې ده.

مرحوم ډاکټر وکيل د افغانستان دعصري بڼوالۍ موسس او د ولس ريښتينى خدمتګار و، نوموړي هېڅکله هم ځان تر نورو لوړ نه باله او د وزارت په دوره کې ېې ځان بې سواده بزګر باله، په هلمند ولايت کې د يوې سيمې د اوبو د سيستم د پلي کولو له امله د دې ولايت د خلکو لخوا د يوې دورې لپاره د هلمند دخلکو استازى هم پاتې شوى دى.

اورنګ مختار

3 thoughts on “د هېواد د ريښتيني خدمتګار ډاکټر عبدالوکيل خان څوارلسم تلين لمانځغونډه”
  1. Salamoonah Tandwalo ta!,
    Portany dder kha matlab dy. Aperin per Afghan Milli Ghurzang & noro wronno,; kho
    Ka ghalat fikir mi na vi karry , staso d matlab tzserah(aks=photto) d arwashad wazirsaab AbdulWakil khan na da?..
    Ma ta kho a d` karghal d trorzoy ghondy shkariey??
    Hila da wazahat verkrriya!
    Pa dranasht

  2. مېړني دي چې ياديږي
    زما ياديږي کله چې زه په يوولسم ټولګي کې وم د خپل ماما سره مې په پسرلي کې د نيالګيو په خاطر د ډاکتر صاحب کورته ولاړورښتيا چې ډير حليم، مېنه پال،مسلکي،او يو متدين پښتون وه ،نوموړي د مسلک، پښتني عزت،شخصيت او انساني سلوک په خاطر نه يوازې د هغه کورنۍ لپاره بلکې د افغان ولس لپاره ستر افتخار ګڼل کيږي. او په هېڅ صورت د افغانستان له فاسدو ،وژنونکو،د نارو او سورو نيم او نيم کله صنعي عناصرو سره د مقايسې وړ نه دى. روح دې خوښ او جنت الفردوس دي نصيب شي
    په ډيره درناوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *