دا څرګندونې دخوست ولايت د علېشېرو او ترېزيو ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني عالمانو دخوست له والي سره په يوه ځانګړي ليدنه کې په ډاګه کړې.
ديکشنبې ورځې په سهار د عليشېرو او ترېزيو د سرحدي ولسوالۍ لسګونو مشرانو او ديني عالمانو د ولايت مقام په دفتر کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي سره په ليدنه کې وويل چې دا وخت په علېشېرو او ترېزيو ولسوالۍ کې امنيت خوندي شوى او د بيارغونې د پروژو ساختماني چارې په ښه توګه روانې دي.
حاجي خاتم الدين،عزيزملک حاجي لاهور او نورو مشرانو د خپلو خبرو پرمهال وويل چې په عليشېرو ولسوالۍ کې دبيلاووټ تاريخي باغ څلوردېوالي،ګودامونه او نور اړين ملحقات جوړ شوي، همداراز د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لويې ويالې،د ښوونځيو څلوردېوالۍ، د څښلو د اوبو څاه ګان او استنادي دېوالونه جوړ شوي او په ځينو يې کار روان دى.
دوى زياتوله پدې ولسوالۍ کې د قومونو له خوا داسې شورا جوړه شوي، چې د هرې سيمې قومي او محلي مشران په کې دي، چې د ولس ستونزې مالوموي او د ولسوالۍ ادارې ته يې د حل په موخه وړاندې کوي.چې ددغو کارونو په پايله کې دا وخت امنيت ښه شوى، د ولس او دولت ترمنځ همکاري زياته شوې ده.دوى وويل علېشېرو ولسوالي څو کاله مخکې د ناامنه ولسوالۍ له جملې شمېرل کېده، خو اوس د ولايتي ادارې د ځانګړي توجه له امله دا ولسوالي په يوه خوندي سيمه بدله شوې او شوني ده، چې په دويم پړاو ټاکنو ټول ولس په ډاډمنه امنيتي فضا کې خپلې رايې وکاروي او د خپلې خوښې نوماند بريالى کړي.
راغلو مشرانو غوښتنه وکړه، چې پدې ولسوالۍ کې د نورو سکتورونو ترڅنګ د پوهنې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي،ترڅو د دې ولسوالۍ ټول ولسونه د پوهې او علم په زېور سمبال اوپه راتلونکي کې دخپلې ټولنې لپاره خدمتګاران جوړ شي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل په خوست ولايت کې په پراخه پيمانه سره د بيارغونې کارونه روان دي، خو په هغو ولسواليو کې چې ولسونو يې د بيارغونې غوښتنه کړي او د هغې په تطبيق او ساتنه کې ونډه اخلي، هغوى ته د حکومت او مرستندويه ادارو توجه زياته شوي ده.نوموړي وويل د نورو مرستندويه پروګرامونو ترڅنګ ددغه ولايت په اتو ولسواليو کې چې ولسونه يې د امنيت په خونديتوب کې په بشپيړ ډول همکاره دي، د ثبات او د ټولنې د نښلونې د نوښت پروګرامونه روان دي، چې په هره ولسوالۍ کې دخلکو په خوښه د مليونونو افغانيو په لګښت د بيارغونې پروژې تطبيق کوي.
خو د خوښۍ خبره داده، چې دا وخت په عليشېرو او ترېزيو ولسوالۍ کې د ولسونو ترمنځ يووالى ټينګ شوى او خلک يې د پرمختګ لېواله دي، نو په همدې اساس د نورو کارونو ترڅنګ د ټولنې د نښلونې د نوښت پروګرام خپل فعاليت پيل کړى، چې تر دې دمه يې د لسګونو مليونه افغانيو په لګښت پروژې پلي کړي او جريان لري.
نعيمي وويل که چېرې ولسونه د خپل نظام سره همکاري او خپلمنځي يووالى ټينګ وساتي، نو ولايتي اداره به خپله توجه له دې هم زياته کړي او ژمنه يې وکړه، چې ډېر ژر به په عليشېرو او ترېزيو ولسوالۍ کې د يوه لوى پله د سروې لپاره له پلازمېنې کابله مسلکي هيت راوغواړي، ترڅو دخلکو لپاره د تګ راتګ مهمه اسانتيابرابره شي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي د عليشېرو ولسوالۍ د مشرانو سره په خبرو کې وويل د لکڼو په سيمه کې يو لوى پل جوړ شو، چې د ساختماني چارو د پيل څخه ترپايه پورې يې ټول امنيت د سيمې خلکو د قومي اربکيو په مټ ساتلى، نو تاسو هم بايد دخپل ښه راتلونکي په خاطر د هر ډول پروژو په ساتنه کې صادقانه ونډه واخلئ او د خپلو اولادونو لپاره د پرمختګ فکر په ميراث پرېږدئ.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مبارزمحمدځدراڼ
١١-٣-١٣٩٣ يکشنبه