تمهید سیلانی
پۀ ځانګړې توګه د ځوانانو د پام وړ!
لومړی: کۀ يو جهادي رهبر ښۀ وي، نو ټول جهادي رهبران ښۀشخصیتونه دي. کۀ بد وي، خاین وي، قاتل وي، نو ټول بد، خاینین، او قاتلین دي. د قهرمان ملي، محبوب رهبر، د جهادونو قاعد او پۀ نورو نومونو څۀ نشته. دوی لۀ هرو اړخونو سره یوشان دي. پر یو بل هېڅ افضلیت نۀ لري. نو څوک دې لۀ چا سپین چرګ او څوک دې لۀ چا سور کافر نۀ جوړوي.
دویم: زموږ هېواد پۀ ۴۰ کلنه جګړه او ناورین کې لۀ هر اړخه زیان من او ویجاړ شو. د هېواد پۀ دغۀ تورتم او نارین کې ټولو احزابو( خلق و پرچم + جهادي احزابو) خپله ونډه درلوده. کۀ یادو احزابو کې یو حزب ځان  برحقه ګڼي، نو ټول برحقه وو. کۀ یو حزب ځان وطنپال ګڼي، نو ټول احزاب وطنپال وو. کۀ یوۀ حزب وطن ویجاړ کړی او پلورلی دی، نو ټولو احزابو هېواد ویجاړ کړی او پلورلی دی. کۀ د یو حزب ملاتړ د یوې استخباراتي کړئ لۀ خوا کېدۀ، نو ټول احزاب همداسې وو. اوس اړتیا نشته چې خلق و پرچم دې د خپل بام واوره پر جهادي رهبرانو واچوي، یا جهادي رهبران دې برعکس د خپل بام واوره د وقت پر حکومت او حزب واچوي. دواړه ښکېلو اړخونو بشري او انساني جنایت ترسره کړی، کۀ څۀ هم زما دکورنۍ غړي د یادو احزابو غړي وي. کۀ خبره د محاکمې وي باید ټول محاکمه شي. اوس د یادو احزابو یو شمېر غړي دې ځانته د اتلولۍ وثیقه نۀ جوړوي او نوي نسل ته دې ځانونه د اووم آسمان ملایکې نۀ جوړوي. تاریخ خپله پریکړه کړې ده او د احزابو لۀ پاره پښېماني هېڅ درد نشي دوا کولی.
درېیم: بې لۀ شکه د جهاد پر تقدس سترګې پټول لویه بې انصافي ده. مګر دا چې جهاد چا کړی؟ دا پوښتنه باید ځواب شي. د هېواد د ساتنې او خپلواکۍ لۀ پاره عام افغان ولس پۀ سپېڅلو احساسات د ير غلګرو پر وړاند دجګړې ډګر ته ور ودانګل او د الله ج د رضا لۀ پاره یې سرښندنې ورکړې.
 بهرنیو ښکېلو اړخونو د خپلو موخو لۀ پاره احزاب رامنځته کړل، چې د جهاد رهبري یې د احزابو پۀ لاس ورکړه. د احزابو مشرانو؛ پۀ استثنا د ډېرو کمو اشخاصو، جهاد نۀ دی کړی، بلکې یوازې یې خپلې او پردۍ ګټې پاللي. اوس چې د جهاد پۀ نامۀ ځانونه محترم ګڼي او امتیازات اخلي، دا یو کاذبه شخصیت او غیر شرعي امتیازات دي، چې هېڅ قانوني او شرعي اصل نۀ لري. نو ددې خاورې اصلي مجاهدین عام ولس دی، همدا عام ولس د شهداوو وارثین ګڼل کیږي او ددې خاورې رښتیني اتلان همدا عام ولس دی.
پایله: د هېواد اوسنی کړکېچ، د هېواد تېر تاریخ ته ورته کړکېچ دی. کۀ چېرې خدای مۀ کړه دا کړکېچ ستونزې را وزېږوي، کلونه وروسته به د دواړو ټیمونو پلویان د سپیناوي او برحق کېدو ادعاوې کوي. حقیقت دادئ: چې دواړو ټیمونو تقلب کړی او د دواړو ټیمونو دريځ ناسم دی. یو هم ګټونکی نۀ دی. دا چې د ټاکنو کمیسیون کې څۀ وشول او څۀ ډول پایلې اعلان شوې، ټول ته ښکاره ده. نو لۀ ځوانانو هيله کوم چې ځان پۀ حقیقتونو پوه کړي او لۀ پوهېدنې پرته دې پۀ هر څۀ د تائید مهر نۀ لګوي. باید ملي یوالي وساتو، هم پزیري زده کړو، دا هېواد د ټولو افغانانو مشترک کور دی. د تېرو شویو احزابو د غړو هر ویناوو ته پۀ انتقادي بڼه وګورئ، دا ثابته نه ده، چې ددوی هره خبر دې سمه وي….
درنښت! سیلانی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *