ډاکټر ضیاالرحمن ضیا

په وروستو ورځو کې د هېوا په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتی وضعیت د ښه والی خوا ته روان دی چې د هېواد په ختیځ کې د داعش د ټفر ټولېدل، د طالب او نورو ورانکارو ډلګیو جنګیالي او دهغوی د سوق او قوماندې مرکزونه او پرسونل په نښه کول، د امنیتی ځواکونو د مورال د لوړتیااو د جګړییزو مهارتونو د پیاوړتیا څرګند ثبوت دی.

دا چې دپخوا په نسبت ولې زموږ ملی امنیتی ځواکونه په لوړ مورال د خپل ولس او خاورې څخه دفاع کوي او له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته اوښتي دي ؟ نو ددغې بهبود او پرمختګ تر شاه د هېوادنۍ مېنې پر اساس د رامنځ ته شوې هوډ او ارادې ممثل کرکترونه شتون لري چې، د دقیقو ارزونو او د اړتیاو د تشخیص او د هدف د ټاکلو له پاره یی بې پرې او له هر ډول غبن و درغلیو پاک او سوچه افغاني کدرونه د خدمت لیکو ته ګومارلي دي او د قومیت ، ژبې ، سیمې ، نژاد او نورو ملاحظو دروازې یی په دې اړه تړلي دي،  کاملا پر ملي اراده سنباله اردو ، ددغو ځواکونو اکمال ، حمایت او پرمختګ ته کار کوي چې، یو ددغو اغېزمنو کاری او هوډمنو کدرونو څخه دملي امنیت مشاور ښاغلی داکتر حمدالله محب دی چې، په لږه موده کې یی  دافغانستان له پاره یی نه هېریدونکي خدمات تر سره او په هر میدان یی ددغې هېواد دخلکو دارمانونو بهترین تمثیل او استازیتوب وکړ.

دافغانستان له پاره په واشنګټن کې دنوموړي د سفارت پر مهال بېسارې لابې وشوه چې، نړئ یی د پاکستان دوه مخیتوب ته متوجه او دافغانستان له پاره یی د نړۍ والو ذهنیت بدل او  دپاکستان په اړه یی د څار او احتیاط تر بریده واړاوه، دغې چار یی په قطر کې د پاکستان دفرمایشي سولې مسیر تغییر او دافغانانو د ارادې قیادت ته یی اړویست.

دا په حقیقت کې د افغانستان د ستونزو د حل هغه کلیدي ګامونه و چې په لږ وخت کې یی د نړۍ تفکر ته بدلون وباخښه او دا یی وښوده چې افغانان دجګړې څخه ستړي او د ابرومندانه سولې غوښتونکي دي چې، هم افغانستان او هم نړېوالو ته ، دافغانانو پر مشرولۍ د سولې چارې پرمخ بیول ګټور تمامیدای شي.

د همدغو متینو او اوسپنیزو ګامونو په لړ کې یی پدې وروستیو کې د شمال مختلفو ولایتونو ته کاری او له لاسته راوړنو ډک سفرونه ودرلودل چې، پدغو سفرونو کې یی د شمالی ولایتونو دخلکو بیلابیلې ستونزې واوریدې، د اردو او پولیسو له لیکو یی لیدنه وکړه او دهغوی اړتیاوې او وړتیاوې یی له نیږدې وڅارلې او وارزولې.

همدا راز یی د یاد ولایتونو د حکومتولۍ او ملایتي مدریت څرنګوالی او د انکشافي پروژو د تطبیق له څرنګوالي او څومره والي څخه لیدنه او ارزونه وکړه چې دیاد ولایتونو دخلکو اساسي ستونزې، امنیت، کار، خدمات او نور ټولنیز موارد یی د اصلاح او پکې د سمون راوستلو په موخه اړوندو اداراتو ته سپارښتنې وکړې، ترڅو ددغه سفر په ترڅ کې په ګوته شوې ستونزې تحلیل او د حل په اړه یی قابل تطبیق پر واقعیتونو ولاړې حل لارې او وړاندیزونه ترتیب کړي، ترڅو یادو ستونزو ته پروخت ممکنه او لازمه رسیدګي وشي او خلک د بهبود شاهدان شي.

دغه سفر د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د نزدیکت او د روابطو د پرمختګ له پلوه بېساری سفر و، په داسې مهال تر سره کیږي چې دخلکو له اوږو څخه د ځای زورواکانو د بدمعاشیو لنګر د ملی ځواکونو د پټو او ښکاره عملیاتو په ترڅ کې راکم شوی دی.

له بله پلوه دغه سفر دافغانستان د اسلامی جمهوریت د قانونواکۍ او ملی حاکمیت څرګندوی دی چې، یاد ولایتونه او سیمې په  پخوانیو حکومتونو کې د ملک الطوایفئ او ځای زورواکو د واک او قدرت په وړو وړو جزیرو بدلې شوې وې ، د همدغه مدریت په ترڅ کې د زړورو ځواکونو په مټ دزورواکو زور اوبه شو او خلک یی له باج اخېستنې څخه خلاص شول.

دا لومړی ځل دی چې دهېواد دامنیتی چارو یو لوړ پوړی چارواکی دشمال دخلکو دحال اخېستو په موخه کوراکور ګرځي او د خلکو ستونزې اوری ، حکومتولي ارزوی او دامنیتي لیکو څخه لیدنه کوي او تمه ده چې د دغه سفر په پایله کې دترلاسه شویو شکایتونو ، تشخیص شویو ستونزو، دحکومتولۍ ضعف او د خلکو او دولتي اراکینو ترمنځ د کاری روابطو د څرنګوالي د ارزونو پراساس ګټور او غېزمن بدلونونه رامنځ ته شي.

د ملی امنیت سلاکار دغه سفر سیمې او د سیمې هېوادونو خصوصا ایران او پاکستان ته هم په غیر مستقیم ډول دا پیغام ورکوي چې، د هغوی دپرله پسې مداخل، و لاسوهنو، ورانکاریو او د وسلو او بارودو د تورید باوجود د هغوی اهداف تر لاسه نه شول، چې دا د افغانانو د مشرتابه د پیاوړي هوډ څرګندوی کوي.

دغه سفر په عین حال کې د ملي یووالي دپرنسیپ له مخې بېساری سفر و چې، دافغانستان د خلکو په منځ کې ددښمن د ناوړه تبلیغاتو او لاسوهنو په نتیجه ګې د رامنځ ته شوي تعصب، تبعیض، کرکې او بې عدالتیو ته د پای ټکی کېښود او ټولې سیمې او نړۍ ته یی زبات کړه چې د دې هېواد هر وګړی افغان دی او هر افغان وګړی د دغې هېواد سرښندونکی بچی دی چې، دا سفر یې  د ملي یووالي او افغاني سکښت پر وړاندې د دښمنانو هر ډول ناوړه تبلیغات او ورانکاریو مخه ډب او د افغانانو ترمنځ یی د یووالي او وحدت نه هیریدونکی درس ورکړ.

دغه سفر پر امنیتی او ټولنیزو مسایلو سربیره د خلکو ترمنځ د ذاتی ډاډ او اطمینان باعث هم  شو چې، دهغوی په کاروبار او اقتصادي هلو ځلو به مثبت اغېز وښندي، دانکشافي پروژو تطبیق او د خلکو د اړتیاو د لومړیتوبونو او بهتریو  پر اساس  په اړوندو سیمو کې مزید انکشافی فعالیتونو تطبیق ته لارهم هواره شي او د ټولنیز عدالت پله به دپخوا په نسبت لا زیاته درنه او د خلکو د رضایت وړ وګرځي.

د یوه سوکاله، ښېرازه، پر خپلو پښو ولاړ او پر خپلو منابعو متکي افغانستان په هېله د داکتر حمدالله محب د شمال دغه سفر په نیک فال نیسو او تمه لرو چې دا راز سفرونه به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکم او راشه درشه توده کړي او د امنیت دښه والي، د اقتصادي پرمختګ او ټولنیزسمسمکی سبب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *