څو ورځې وړاندې نوي منتخب ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د افغاني فرهنګ د پياوړتيا او د هېواد د فرهنګي سيمو د خونديتوب او جوړونې په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د فرهنګي بهير سمول او اصلاح يې يوه اړتيا وبلله چې د يو ځانګړي ميکانيزم په جوړولو او له فرهنګيانو سره تر مشورو وروسته به ورته پام وشي، دا په داسې حال کې ده چې دا مهال ډېر فرهنګپال او ليکوالان د هېواد په روان فرهنګي بهيرتوندې نيوکې کوي او وايي چې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې فرهنګي سيمې يا خو د غاصبينو له خوا نيول شوې او يا هم د له منځه تلو په حال کې دي، د هيواد په ډېرو ښارونو کې د پخواني ولسمشر٤٥ لمبر فرمان چې دافغاني فرهنګ د بډاينې او دهېواد  د ښارونو د فرهنګي ښکلا او روڼتيا په اړه و، تر دې دمه پوره  نه دى تطبيق شوى او د ځينوهټيواو مارکيټونو په لوحو يا خو د افغاني ټرمينالوژۍ خلاف انګليسي، ايراني، اردو او عربي الفاظ او کلمې ليکل شوي او يا هم ډېرى واټونه او څلور لارې بې نومه دي، که څه هم چې د ښارونو د واټونو او څلورلارو نومونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئوليت دى څو  د هېواد په دوو رسمي ژبو ( پښتو يا دري) باندې سوچه افغاني نومونه کيږدي ، خوله دې سره سره هم  د هېواد په ډېرو سترو او وړو ښارونو کې زموږ ستر واټونه ،پارکونه او څلور لارې د دې وزارت د کمو امکاناتو او د ښارواليو د نه همکاريو او ناغيړيو له امله بې نومه پاتې دي چې مهمه بېلګه يې د ميدان وردګ په ولايت کې د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په وړانديز د اداري مجلس له تصويب او د اطلاعاتو او فرهنګ د محترم وزارت د فرهنګي چارو د معينيت تر منظورۍ وروسته د  ګوشتې د يو تن زړور شهيد اتل قاسم خان چې د هېواد د خاورې د ګټلو په موخه د پاکستاني مليشو له خوا شهيد شو په نوم د يو ستر پارک نومول و چې په ملي کچه ترې هرکلى وشو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا کار د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ملي وحدت د ټينګښت په توګه وستايل شو، خو سره له دې چې د دې نومونې کابو يونيم کال تيريږي او د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څو ځله د ميدانښار له ښاروالۍ څخه د لوحو جوړولو رسمي غوښتنه کړې، ولې د ميدان وردګ ښاروالۍ خپل مسئوليت نه دى  ادا کړى او د دې ولايت په هيڅ ځاى او واټ باندې يې لوحه نه ده جوړه کړې او پوره ناغيړي يې کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې د افغانۍ فرهنګ د بډاينې او ښارونو د فرهنګي ښکلا په توګه د لوحو جوړول او نصب د ښارواليو مهمه دنده او ټينګ مسئوليت دى، موږ د ملي اتل قاسم خان د  بې نومه پارک يادونه هغه هم د هېواد په يو کوچني ښار کې د بېلګې په توګه دلته  ځکه راوړه چې له افغاني فرهنګ سره د تيرې دورې د ځينو مفسدوچارواکو  په ځانګړې توګه د ښارواليوبې پروايي ترې ښکاري، اوس چې نوښتګر ولسمشر د نورو چارو ترڅنګ د افغاني فرهنګ د پياوړتيا ژمنه کړې ، هيله مو دا ده چې د هيواد په لرې پرتو سيمو کې د فرهنګي ميراثونوخونديتوب او رغاونې ته چې تيرو جګړو او يا هم جوي حادثاتو سخت زيانمن کړي ځانګړي توجه وشي او د په فساد کې ښکېلو چارواکو پر ځاى ولس پال اوفرهنګپال اشخاص مقرر کړي ترڅو د هغو ښاروالانو لاسونه لنډ شي چې د فرهنګ په ارزښت نه پوهيږي او د ښاروالۍ پوستونه يې په پيسو او مافيايي روابطو ترلاسه کړي، همداراز مو هيله داده چې ټولو چاپي ، برښنايي ، غږيزو او انځوريزو رسنيو ته سپارښتنه وشي چې د افغاني ټرمينالوجۍ خلاف کلمو او الفاظو له کارولو د په کلکه  ډډه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *