زموږ د هېواد اوږده غمیزه ورځ تر بلې ډېریږي. په نړۍ کې تل هغو حکومتونو پایلې درلودلې دي چې بنسټ یې په ولسواکۍ، ټولنیز عدالت او د قانون پر حاکمیت ولاړ وي. زموږ ګران هېواد چې له یوې اوږدې استخباراتي او تپل سوې جګړې څخه تیریږي، په داسې یو حالت کې ټول افغانان د سولې او ښې حکومتولۍ په ارمان دي. دغه لوی ارمان ته د رسېدلو په وړاندې هم نړیوالې توطئې او هم په کور د ننه او نظام کې شریکې مافیایي کړۍ په دې کار کوي، څو دا وطن اساسي جوړ نسي.
په دې وروستیو کې پر حکومت باندې انتقادونه ډېر سوي دي. زه دا نه وایم چې حکومت ستونزه نه لري، زه خپله د ځان په اړه وایم چې په دوه ولایتونو کې مې دنده ترسره کړه، په دغه دواړو ولایتونو کې د قانون د حاکمیت په سر حکومت معامله وکړه، خو دا په دې معنی نه ده چې مونږ د موجوده حکومت د کمزورتیا هڅه وکړو او د دغه نظام هيڅ بدیل نه لرو. د ولسمشر غني نننۍ خبره ډېره مایوسونکې وه. هغه و ویل که چېرې نظام سکوت وکړي، افغانستان به د بیا ځل لپاره کورنۍ جګړې ته ولاړ سي.
د طالبانو د حکومت له ړنګیدو څخه شاوخوا نولس کاله تېریږي، خو لا هم موږ د سکوت په فکر کې یو. د نړۍ شاوخوا څلوېښت هېوادونه په بېلا بېلو برخو کې مرسته کوي. که چېرې محاسبه وسي، وسلوال مخالفین د افغان حکومت په تناسب پنځه سلنه هم نړیوال او مالي ملاتړ نه لري، خو په داسې یو حالت کې لا ورځ تر بلې مونږ خطرناکه خوبونه وینو.
له بده مرغه باید ووایو، هغوی یو شمېر چې ځان ته په اصطلاح سیاسیون هم وایي، دوی په لوی لاس د نظام د کمزورتیا هڅه کوي. دلته ټول مسوولیت یواځې د حکومت هم نه دی. په دې بحراني حالت کې ټولو سیاسیونو ته په کار ده چې د روان بحران د مخنیوي لپاره د یوه ملي او افغاني ادرس او هوډ له مخې کار وکړي.
جګړه، ناخوالې او انارشي مو ډېره ولیده. نور نه ولس پر ځان تپل سوې جګړه مني او نه د هغو سیاسیونو خبره ورته د منلو وړ ده چې هدف یې یواځې شخصي ګټې دي.
اوس د دې وخت را رسېدلای دی چې یو تاریخي رسالت ادا کړو، څو له هر ډول ژبني او قومي تعصب څخه ځان خلاص او خپل وطن وژغورو.
ښه خبره دا ده چې راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو ته لار هواره کړو. حکومت باید هم سیاسیونو او هم ولس ته د ټاکنو د شفافیت تظمین ورکړي. مونږ ته هم په کار ده چې د ډېرو نیوکو پرځای د تفاهم او منطق لاره غوره کړو.
په پای کې بیا هم اوسنۍ شېبې د هېواد لپاره ترخې شیبې ګڼم. هر هغه څوک چې د افغانستان د ښه والي لپاره غوره طرحه لري، باید ولس او نړیوالې ټولنې ته يې وړاندې کړي. تر څنګ یې باید خپله ژمنه او تقوا هم څرګنده کړي. په اوسنیو شرایطو کې چې هر څوک د تشنج او بحران سیاست کوي، هغه اصلاً د دې وطن سره دوښمني کوي. که نور هيڅ نه وي، په خپلو سرتېرو دې زړه وسوځوي چې د خپلې خاورې د ساتنې او د قانون د حاکمیت لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکوي.
نو ښه خبره داده چې سیاسیون او حکومت باید په ګډه د افغانستان د لوړو ګټو لپاره کار وکړي.
په درنښت
۱۳۹۷/۶/۲۴
سلام
کلکہ محاسبہ پہ کارندہ د عدالت او انصاف محاسبہ
پہ سپینو ، تورو ،سرو او شنو خبرو کی تل دا نیو کہ کیزی چی جگرہ استخباراتی او تہل شوی بنہ لری د سیاست لوبہ دومرہ گر مہ دہ چی چارک ، خورد او پاو پہ کی نہ لیدل کیزی تول من دی او تول حق ھم وایی
ھمدرد صاحب تہ سیاسیون چا تہ وایی؟ او خوک رشتیا ددی خاوری د مستقبل، ثبات ، پرمختگ، او رشتینی زعامت غوشتونکی دی؟ یو ھیواد یوازی پہ خبرو نہ جوریزی بلکی کار ، اخلاق، دسپلین، پوھی او بشپر رسالت تہ آرہ لری
پہ فلسفی لحاظ موز دخپلی جھان بینی پہ رنا کی یو اوبل تہ لاسونہ نہ دی ورکری ، پلمہ کو ویو اوبل وڑنو او ظاھری ھیاھو مو ھسی اچولی دی موز ھرہ ورخ ۳۲ خلہ الرحمن الرحیم وایو خو پہ عمل کی فساد، دروغ، چل، او فریب مو دومرہ دی چی لا حو لہ ۔۔۔تہ زمینہ نہ پیدا کیزی
زہ نہ پوھیزم چی موز ولی د نا اھلو ، فاسدو، خاینو ، کاسہ لیسو او دوہ مخو چاپلوسو شا نیولی اعظمی یو دا خو یوازی د غنی بابا کار نہ دی ۴۰ کالہ پورہ شو او لاھم د کرکیچ پہ ڑورہ برخہ کی ھمدا کوم او ھمدا!!!!! تا پہ کوم ھیواد کی د بھرنیو چارو ما شوم لیدلی؟
ھم دکابل اوسدونکی ووڑنہ اوھم یی زوی وزیر کرہ آخر وزیر ھم تعریف لری
کرزی بیا ھم لاسونہ رابدوھلی او خان پہ سیاسیونو کی شمیری
بزک بزک نمیری کہ جو لغمان رسید
hamdard sahib you are the best/today is only Ashraf ghani is an honest leader/
the politician is corrupt.they want to become more fat.they not worry about
the nation/ they looking for own benefits,
thank you