د ډاکتراشرف غني دخواخوږۍ پیغام
نن (پنجشنبه،دلړم ۲۳مه) سهارپه خړه خبرشوم چې دهېواد وتلی لیکوال اوشاعرنصرالله حافظ له دې فاني نړۍ سره دتل لپاره مخه ښه وکړه .ددې خبرپه اورېدو سره زیات خواشینی شوم.ځکه له ارواښاد حافظ سره زما دژوندخاطرې شریکې دي.له کابل راډیونه به مې دده شعرونه اورېدل .سهارنۍ نذرانې یې دهېواد بچیانوته یو درس .ارواښادپرشاعرۍ سربېره یو مهم کار داکړی چې ده دپښتوژبې ولسي پانګې هغه نکلونه په نظم کړي چې زموږ دکولتورعمده برخې څرګندوي.په مشا عرو کې دده موجودیت اوپه تېره ددریځ پر مخ وړل یوځانګړی ارزښت اوخوږلني لرله.ارواښاد حافظ دهغه لړ یوه کړۍ ده چې دجومات پربروزو یې زده کړه کړې ده.دکلیوالوجوماتونوبروزو زموږ ویاړونه روزلي دي.دغه لړ دجومات او ښوونځیوترمنځ اړیکې ټینګې کړې.دوی ملي اواسلامي ارزښتونه پاللي اوپرخپل فکرځواک یې دې ټولنې ته ارزښمنې لیکنې کړي .زه دارواښاد حافظ مړینه دهېوادپه فرهنګي بهیرکې یوه لویه تشه بولم.دی دې خدای پاک وبښي.دده له کورنۍ اود ادب له لارویانوسره ځان په دغه غم کې شریک بولم.
روح دې یې ښاد وي اویاد یې تلپاتې
ډاکتراشرف غني