یو شمېر سوداګرې ښځې په اقتصادي پرمختګ کې خپلې ونډې ته په اشارې سره د دولت پر مالي او تخنیکي ملاتړونو ټینګار کوي. دغه ښځينه سوداګرې چې د لاسي صنایعو په برخه کې یې پانګونه کړې وایي چي که چېرې د هغوی لپاره د پانګونې په برخه کې آسانه لارې چارې برابرې شي او د تولیداتو په موخه بازارونه وموندل شي، په پانګه اچونه کې ورسره مالي مرستې وشي، هغوی هم دهېواد د اقتصادي ودې په موخه د پانګونې د زیاتوالي لپاره چمتو دي.
په افغانستان کې د ښځينه پاړګي د لاس صنایعو او نورو تولیداتو لپاره د بازار نشتوالی، نندارتونونو کمښت، ښځينه پاړګي پر وړتیاوو نه باور، د زده کړو کموالی، د ښځو د ظرفیت جوړونې لپاره د مناسبې تګلارې نشتوالی، د اوږدمهاله پورونونشتوالی د ښځینه سوداګرو د فعالیت په وړاندې جدي ستونزه بلل کېږي، خو د دې ستونزو د هوارې لپاره د افغانستان دولت پروګرامونه په لاره اچولي چې پوره نه دي باید په دې اړه کوټلي ګامونه پورته شي.
سوداګرې ښځې په دې باور دي چې که چېرې د افغانستان دولت د ښځینه پاړګي مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي، د ښځو د ژوندانه کچه به لوړه او د هېواد اقتصاد به هم وده وکړي. داپه داسې حال کې ده چې د افغانستان دولت هم پریکړه کړې چې د ښځينه پاړګي د وړتیا د لوړولو ته پاملرنه زیاته کړي، ځکه په اقتصادي وده کې د ښځینه پاړګي په رول باور لري او په دې اړه یې بېلا بېلې تګ لارې په لاره اچولي څو ښځینه تشویق شي چې پانګه اچونه وکړي.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان میرمنو د ځینو نورو پرمختګونو ترڅنګ د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هم کار کړی او پرمختګونه یې ترلاسه کړې دي. سره له دې چې افغان میرمنې د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې د ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي، خو بیا هم دوی توانیدلي چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
اوس مهال له مالدراۍ او کرنیزو چارو، غالۍ اوبدلو، سوزني غاړو جوړولو څخه نیولې، بیا تر لویو ودانیزو شرکتونو پورې ښځېنه متشبیثینې خپلو کړنو ته دوام ورکوي. په افغانستان کې اتیا فیصده ښځې په غیرمسقیم ډول په اقتصادي کړنو بوختي دي، ځکه چې د افغانستان د اقتصاد بنسټ د ښځو په مرسته جوړیږي او بل دا چې ښځې په مستقیم ډول په اقتصادي فعالیتونو کې ونډه لري چې پایله یې ګټوره ده.
د معلوماتې له مخې نږدې ۱۴۰۰کوچني سوداګریز بنسټونو چې د ښځو له خوا چلول کیږي د سوداګرۍ او صنایعو خونو سره ثبت دي او تر۳۰۰۰ زیاتې ښځې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ په کارونو بوختي دي.
په همدې حال کې په هېواد کې د لاسي صنایعو د تولید وچې او تازه میوې په راټولولو، صادراتو او وارداتو، د غالیو په اوبدلو کې د ښځو رول اغیزناک او بنسټیز بلل شوی دی. په افغانستان کې دا مهال ښځې د نارینه و ترڅنګ په بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونه بوختي دي چې بېلګې یې څرګندې دي.
د افغانستان دولت د ولسمشرۍ ماڼۍ د شمېرو له مخې، د افغانستان پوهنې وزارت ۲۸ سلنه کارکوونکي ښځې دي. په ملي کچه د افغانستان ولسي جرګې ۲۸ سلنه څوکۍ د ښځو په واک کې دي او د سنا مجلس ۱۷ څوکۍ هم ښځو ته ځانګړې شوي دي.
د دې هېواد د ولسيٍ جرګې له ټولو ۲۴۹ غړو ۶۸ ښځې دي، چې د دې شمیرو له مخې اوس مهال ډيرۍ ښځې هم د افغانستان په سیاسي پریکړو کې دخیلې دي او د افغانستان برخلیک په اړه پریکړه کوي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان دولت ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۸ کال پورې ۳۰ سلنه دولتي پوسټونه ښځو ته ورکړل شي.
که چیرې په افغاني ټولنه کې د ښځو اقتصادي فعالیتونو پراختیا ته پاملرنه وشي او یوه ښځه د اقتصاد له اړخه پیاوړې وي، هغه خپل ماشوم د سړک په مخ کار کولو ته نه اړ باسي او نه هم خپله لور په کوچني سن کې واده کولو ته مجبوره کوي.
د افغانستان له نږدې اته نیم میلیونه زده کوونکو څخه شاه خوا ۳،۳ میلیونه نجونې په ښوونځیو کې پر زده کړو بوختې دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۲ کال کې دغه شمېره له دوه سوه زرو څخه هم کمه وه او د هلکانو شمېر له ۵ میلیونو څخه اوښتی دی. دغه ماشومان به د افغانستان د پرمختګ لپاره يو ځواکمن بنسټ جوړ کړي.
خو بيا هم ډېرو فعاليتونو ته اړتيا ده، تر څو چې ښځې او سړي وکړای شي خپله وړتيا ښکاره کړي، ځکه که ښځې د زده کړې او ګومارنې له فرصتونو څخه بې برخې وي، د پرمختګ شونتيا به ډاډمنه نه وي.
د افغانستان په رهبرۍ او مشرۍ کې د ښځو د ونډې ډېرول او په اقتصادي برخه کې د دوی پر وړتیاوو باور کول د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د ښځو او نجونو ونډه څرګنده وي. د افغانستان دولت مسووليت لري داسې قوانين جوړ او پلي کړي چې ښځې په پریکړه کولو کې ډېره ونډه ولري، لکه د ماشومانو ودونو د مخنيوي قانون، د جنسيت په بنسټ د تاوتريخوالي مخنيوی او داسې نور، دا کړنې کولی شي د ښځو پرمختګ لپاره لارې چارې هوارې کړي.
د افغانستان د دولت په اند افغانې ښځې خیریه مرستو ته اړتیا نه لري، ځکه مسلکي روزنې، د افغان مېرمنو لاسي تولیداتو ته بازار موندنه او د ښځو ښونې او روزنې ته جدي پاملرنه کولای شي، ښځینه پاړګي په ځواکمنتیا کې رغنده رول ولوبوي.