تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې به پر اړمنو کورنیو د وچې ډوډۍ وېش پیل شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال تاند ته وايي، دا پرېکړه تېره ورځ د ولسمشر په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ په ناسته کې شوې ده.
نوموړی وايي، ولسمشر د کابل، بلخ، ننګرهار، کندوز، هرات او کندهار ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش له ارزونې وروسته امر کړی چې دا بهیر دې ژر تر ژره په ۲۸ نورو ولایتونو کې هم پیل شي.
همدا راز له ارګ څخه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې هم راغلي دي چې په دې ناسته کې د ۲۸ ولایتونو والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و او ولسمشر ورته امر کړی چې د شپږو ولایتونو د وچې ډوډۍ د وېش په برخه کې بریالۍ تجربې دوی هم عملي کړي.
د ارګ د معلوماتو له مخې د وچې ډوډۍ د وېش په پروګرام کې به د هېواد ۱۵ میلیونه وګړو ته هره ورځ ډوډۍ ویشل کېږي.