جاکارتا : د اندونیزیا په یوه سیمه کې یو جالب قانون نافذ شوی چې له مخې یې د شپې له نهو بجو وروسته د هلک او انجلۍ یو ځای ګرځیدلو په صورت کې؛ سمدستي د دواړو له یو و بل سره نکاح تړل کیږي.

د راپورونو له مخې د اندونیزیا په «پروکارتا« کې د سیمې چارواکو یو قانون نافذ کړی چې له مخې یې ویل کیږي؛ که چیري د شپې له نهو بجو وروسته هلک او نجلۍ یو په یو ولیدل شي نو سمدستي یې نکاح تړل کیږي. جالبه دا که چیري هلک د شپې له نهو بجو وروسته د نجلۍ (د خپلې معشوقې) له کوره بهر نشي او خپل کور ته ولاړ نشي نو سمدستي یې د واده پروګرام برابریږي او د دواړو واده ترسره کیږي.

چارواکو دغه قانون د یادې سيمې له دوه سوه زیاتو کلیو اوسیدونکو مشرانو په غونډه کې رایه اچونې ته وړاندې کړ چې په بیړنۍ توګه د رایو په اکثریت قبول او د اجرا وړ وګرځيد. په غونډه کې پریکړه وشوه؛ که د هر کلي اوسیدونکو یاد قانون عملي نه کړ نو میاشتنۍ مرسته به پرې بنده شي.

د سیمې چارواکي وایې چې د یاد قانون پر بنسټ به له واده پرته د جنسي اړیکو د ټینګولو مخنیوی وشي داسې چې هر شخص به د خپل ملګري یا ملګرې کور ته له ننوتو وړاندې خپله پیژندپاڼه نږدې پولیسو حوزې ته ورکوي. که چیري څوک د ښوونځي زده کوونکی وي نو کولای شي چې د ښوونځي کارت هم د پیژندپاڼې په توګه وکاروي او خپلې مینې ته ځان ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *