تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: په مماتي سالنګ مشهور نامسووله وسله وال دل اقا او د هغه همکار د کابل د وارداتي بریښنا د پایې د ویجاړولو په جرم په شپاړس کاله زندان محکوم شو.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، مماتي دل اقا به دولت ته په سالنګ سیمه کې د بریښنا د پایې تخریبولو له کبله ۴۰۸ میلیونه، ۶۳۲ زره او ۸۲۰ افغانۍ تاوان هم ورکوي او له خپل ملګري سره به ۱۶ – ۱۶ کاله زندان تېروي.

 جمشېد رسولي زیاتوي، پر دغو دوه کسانو د محکمې حکم د حمل په ۱۹مه صادر شوی دی.

دل اقا مماتي سالنګ د ۱۳۹۸ کال د میزان په ۱۹مه د سالنګ په سیمه کې د بریښنا د پایې الوځولو په جرم له ۴ ملګرو سره ونیول شو.

هغه وخت ملي امنیت وویل، چې  له مماتي سره فدامحمد حیران، محمد شفیع، او اغا شیرین هم نیول شوي چې لومړی یې له بریښنا شرکت څخه سل زره امریکايي ډالر غوښتي وو او چې ور نه کړل شول، نو د بریښنا پایه یې په بمونو والوځوله.

 دا په داسې حال کې ده چې تازه هم وسله والو د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د وارداتي بریښنا ستن الوځولې چې په بیرته رغولو یې ۳۰۰ زره ډالر تاوان راځي.

2 thoughts on “د وارداتي برېښنا دښمن مماتي په ۱۶ کاله بند او میلیونونه افغانۍ جریمه محکوم شو”
  1. اعدام اعدام اعدام اعدام د دغو خنزیرانو دوا او درمل یوازې اعدام دي. په بند کې ساتل د وخت ضایع کول دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *