د وږي مياشتې په څلورويشتمه دخوست ولايت مقام وياند مبارزمحمدځدراڼ په يوه خبري ناسته کې سيمه يزو، ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو ته  دپوهنې  د روان بهير په اړه بشپړ مالومات ورکړل.د نوموړي په خبره دا وخت دخوست په مرکز او ولسواليو کې ٤٥% پنځه څلوېښت سلنه ښوونځيو لپاره د سرپنا ستونزه په ټوله مانا هواره شوي او د اساسي ودانيو درلودونکي دي.

د والي وياند مبارزمحمدځدراڼ دخوست ولايت مقام د غونډو او کنفرانسو نو  په تالار کې د دايير شوي اونيز مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل په خوست ولايت کې ((١٥٧)) يو سلو اوه پنځوس ابتدايه،((٦٨))اته شپېته منځني او د  (( ١٠١)) يو سلو يو بابه لېسو ترڅنګ مېخانيکي انستيتوت،مالي او حسابداري انستيتوت،کثيرالرشتوي انستيتوت،اقتصاد لېسه،خاص لېسه،دارلمعلمين او په بېلابېلو ولسواليو کې د دارلمعلمين  په ((٩)) حمايوي څانګو کې (( ٢٨٧٨٤٣)) دوه سوه اوه اتيا زره،اته سوه درې څلوېښت تنه زده کوونکي په عصري زده کړو بوخت دي او ((٥٠٧٨)) پنځه زره اته اويا زده تنه زده کوونکي په ((٢٤)) ديني  مدرسو  او په مرکز ي دارلعلوم کې چې د پوهنې په چوکاټ کې فعاليت لري، په ديني زده کړو بوخت دي.

د ځدراڼ په خبره په خوست ولايت کې ((١٨)) اتلس خصوصي ښوونځي هم فعال دي، چې درې يې منځني او ((١٥)) پنځلس يې لېسې دي.چې پدغو خصوصي ښوونځيو کې ((٨٩٦٥)) تنه انجونې او هلکان زده کړې کوي.خو د خوښۍ خبره داده، چې د پوهنې په چوکاټ کې يوازې د انجونو لپاره پدغه سرحدي  ولايت کې ((٦٧)) بابه ښوونځي رامنځته شوي، چې ((١١١٢٠٩)) يو سلو يوولس زره،دوه سوه نهه تنه انجونې په کې په زده کړو بوختي دي.

دخوست  دوالي وياند وويل د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ خلاص دي، چې د ((٤٤٤٦)) څلورڅلوېښت زره ، شپږ څلوېښت تنو ښوونکو له خوا يې د تدريس چارې پرمخ وړل کيږي.د نوموړي په خبره دپوهنې رياست دا وخت د ښوونکو په ګډون ((٥٦١٣)) پنځه زره،شپږ سوه ديارلس تنه پرسونل لري، چې په مرکز او ولسواليوکې پوهنيزې چارې پرمخ وړي.خو پدې برخه کې ((٣٤٨)) مامورينو، ښوونکو او اجيرانو بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې شوې، چې دغه بستونه به هم په کمه موده کې ډک شي، چې پدې سره به د پوهنې رېاست ته ورکړل شوى تشکيل بشپړ شي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول مبارزمحمدځدراڼ وويل په روان کال کې په  خوست  ولايت کې د څلورو ښوونځيو لپاره  د(( ٦٧٧٠٦٨٩٥)) اوه شپېته مليونه،اوه سوه شپږ زره، اته سوه پنځه نوي افغانيو )) په لګښت په عصري ډول نوي ودانۍ جوړې شوې او ګټې اخېستنې ته سپارل شويدي.همداراز د څلورو ښوونځيو لپاره جوړې شوې ودانۍ د (( ٩٩٩٩٧١١)) نهه مليونه،نهه سوه شپږ شپېته زره، اوه سوه يوولس افغانيو په لګښت په اساسي توګه ترميم شويدي او  د دوو لېسو لپاره د ودانيو چارې چې ٨٧% سلنه ساختماني چارې يې د هندوستان هېواد په مالي مرسته سرته رسېدلي، خو د دويم او دريم لاس د قرارداد پلورلو له کبله يې دا مهال د جوړولو چارې په ټپه درېدلي دي.

ده دا هم وويل چې په ١٣٨٩، ٩٠ او ٩١ لمريز کالونو کې يې پدې سرحدي ولايت کې جمله ((١٩)) ښوونځيو لپاره پاخې ودانۍ جوړې شوي او ((١٣)) بابه ښوونځيو ته يې څلوردېوالۍ،ژورڅاه ګان،عصري تشنابونه او د ودانيو د ترميم چارې د سلګونو مليونه افغانيو په لګښت بشپړې کړيدي.چې پدې سره په خوست ولايت کې د پوهنې رياست د د قيقو مالوماتو له مخې ((٤٥%)) پنځه څلوېښت سلنه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې او پاتې ((٥٥%)) پنځه پنځوس سلنه ښوونځي لا هم سرپنا نه لري.خو په راتلونکي کال کې ولايتي اداره پلان لري، چې د ښوونځيو د سرپنا په برخه کې په ځينو سيمو کې د لومړيتوب له مخې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې ودانۍ جوړې کړي او پدې برخه کې يې د پوهنې وزارت او د نړيوالو مرستندويه ادارو څخه د پراخو همکاريو غوښتنه وکړه.

د مطبوعاتي کنفرانس په پاى کې د ولايت مقام وياند مبارزمحمدځدراڼ د ژورنالستانو له لوري د پوهنې په چوکاټ کې د رامنځته شويو پرمختګونو  په اړه د شويو پوښتنو په ځواب کې وويل  دا مهال دخوست په سرحدي ولايت کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ خلاص، انجونې او هلکان کولى شي، چې پرته له کومو ستونزو خپلې زده کړې پرمخ يوسي او د دوى لپاره په د قانون له مخې په مورنۍ ژبه تدريس ورکول کيږي.

د نوموړي په وينا په خوست ولايت کې د ښوونکو او د کتابونو د کمبود ستونزه به په روان کال کې په بشپړه توګه هواره شي، نو په همدې اساس يې د پوهنې وزارت له چارواکو ځانګړي مننه وکړه، چې پدې ولايت کې يې د شته ستونزو  د هواري لپاره ځانګړي پاملرنه کړيده او د زده کوونکو لپاره يې تر ډېره بريده د زده کړې مناسب چاپېريال رامنځته کړيدى، خو يوازې دا وخت د ښوونځيو لپاره د سرپنا ستونزه لا هم ترډېره بريده شتون لري، چې بايد اړونده وزارت يې د پلان له مخې په هواري کې د پخوا په څېر ګړندي ګامونه واخلي.

فدامحمدساحل

نېټه:٢٤-٦-١٣٩٢

ورځ:دويم (( يکشنبه))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *