تاند- د افغانستان د والیانو د ټولنې ريیس وايي، هغه انتخابات مشروعیت نه لري چې ټول افغانان پکې ګډون ونه لري، نو که په راتلونکو انتخاباتو کې طالبان برخه ونه لري، نامشروع دي.
عبدالجبار تقوا ایراني خبري اژانس تسنیم ته وویل، هغه انتخابات مشروع دي چې ټول افغانان پکې د ګډون امکان ولري.
ده زیاته کړه«په داسې شرایطو کې چې د افغانستان په سلو کې ۶۰ خاوره د طالبانو تر کنټرول او نفوذ لاندې ده، د دې ډلې له حضوره پرته انتخابات مشروعیت نه لري.»
تقوا، چې پخوا د کابل والي و، باور لري چې په یوه لویه جرګه کې دا امکان برابرېدای شي چې طالبان په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي او که داسې ونه شي انتخابات به مشروعیت ونه لري ځکه چې د خلکو اکثریت به له انتخاباتو محرومه وي.
د افغانستان د پخوانیو والیانو د ټولنې رييس دا هم وویل چې که طالبان وغواړي د ولایتونو لارې بندولی شي او په نتیجه کې به یې خلک خپلې رایې ونه کارولی شي.
ویل کېږي چې د ولسمشرۍ په تېرو درو انتخاباتو کې طالبانو ونه غوښتل چې د خلکو مخه ونیسي.