۱۳۹۴/۲/۲۲

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا ادارې د ثبات پرورګرام په نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو مالي لګښت د والیبال او فوټبال لوبو ۴ لوبغالي جوړ شول.

په نرخ ولسوالۍ کې د ډاکټرعبدالوکیل او چین زایي لیسو ته څېرمه د والیبال او فوټبال دوه،دوه لوبغالي،چې د کلیو پراختیا ادارې د ثبات پروګرام له لورې پرې دوه میلیونه یو سلو پنځه اویا زره اته سوه اوه (۲۱۷۵۸۰۷) افغانۍ لګښت راغلی، تر جوړېدو  وروسته پرانستل شو

د دغه لوبغالو د جوړېدو چارې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې،چې د چارو له بشپړېدو وروسته ترې سلګونه ځوانان ګټه اخیستلای شي.

تر دې وړاندې هم لسګونه نور لوبغالي د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام له لورې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *