دا کتاب د مشهور دیني عالم استاد محق دی. چې ډاکتر محب زغم پښتو ژبې ته ژباړلی دی. په یاد کتاب کې، د رنیسانس، افراطیت او حل لارو په اړه د اسلام دین د لارښوونو په رڼا کې ژور او قوي بحثونه شوي دي. یاد کتاب د ټولنې په ډېری افراطي عملونو او هغه عملونه چې د اسلام د افراطیت نظریه یې منلې ده او اسلام یې ځانته په خپله سخت کړئ دی؛ په ګوته کړي او د نړۍ د معتبرو عالمانو د کتابونو څخه د ماخذونو په توګه ګټه اخیستل شوې ده. پدې کتاب کې به په ډېری اسلامي مسلو کې د اختلاف د په شتون په اړه خبر شئ او د اسلام او اوسني اسلامي عقیدې په اړه به په سمه توګه پوه شئ. دا کتاب د اوس وخت لپاره تر ټولو غوره کتاب دی، چې له لوستلو سره به یې په بېلابېلو موضوعاتو پوه شئ. او په یاد کتاب کې په مهمو موضوعاتو بحث شوی دی. چې ځینې یې دلته را اخلو.
نو اندي، رېنسانس
د دین تجدید او نوی شعور
رنیسانس، اخلاق او ورک شوی ډیالوګ
داعش، موږ او له مسوولیت څخه انکار
د حنفي مذهب تاریخي یون
د سلفیت په اړه
له ماورا النهره تر هنده پورې لالهانده حنفیت
د افراط او اعتدال په لانجه کې ـ له کفره تر ګناه
د کربلا د ماجرا په اړه یوه خبره
د دین او سیاست رابطه
ولې مدرسې؟
سيکس محوره اخلاق
د افغانستان جهاد او د ضیا الحق نقش
د داعش په باره کې خبرې اترې
دا د کتاب د ننه ځینې عنوانونه دي چې دلته یې یوازې یادونه وشوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *