تاند- د واورو د ښویېدو له کبله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږترلږه ۶۰ تنه مړه شوي دي.

تر ټولو زیات کسان نن /یکشنبه/ د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالي کې هغه مهال مړه شول چې یو کلی تر واورو لاندې شو.

تر راشي لاندې راغلي کلي ته لارې هم بندې شوي دي.

له دې پېښې سره په تېرو درو ورځو کې د واورو د ښویېدو په اثر د مړو شویو کسانو شمېر تر ۶۰ واوښت.

چارواکي وايي چې لږترلږه ۵۲ تنه نور ژوبل شوي او په لسګونو کورونه نړېدلي دي.

همداراز ویل شوي چې په سلګونو څاروي تلف شوي او وېره ده چې د خوړو د نشتوالي او د یخنۍ د دوام له کبله مالداران نور زیان هم وویني.

په عین وخت کې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ټولې نړیوالې او کورنۍ الوتنې د واورو او د هوا د خرابوالي له کبله ځنډول شوي دي.

د سالنګ لویه لار چې د هیواد د شمال او جنوب ارتباطي لار ده، د شدیدې واورې له کبله له تېرو ۴ ورځو راهیسي بنده ده.

د کابل کندهار لار هم د زابل او غزني ترمنځ بنده ده. خلک وايي چې دا لار په دې خاطر بنده ده چې وسله والو طالبانو د لارې پُلونه نړولي او موټر په اومه لار په خټو او واورو کې بندېږي.

One thought on “د واورو د ښویېدو له کبله په افغانستان کې لږترلږه ۶۰ تنه مړه شوي”
  1. الله ج دی ددوی کورنیو ته صبر جمیل ورکری
    او د تولو هیوادوالو خخه هیله کوو جی ورسره مرسته وکری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *