تاند- ساینسپوهان وايي، په تېر ژمي کې د شمالي قطب یو شمېر سیمې بشپړې کنګل شوي نه دي او له کبله یې د کاربون ډای اوکسایډ زیاته اندازه په اتومسفیر کې خپرېږي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهانو ته څرګنده شوې چې د شمالي قطب خاوره، چې د مځکې تر ټولو سړه سیمه ده، ځینې برخې په تېر ژمي کې د تېرو کلونو په شان سړې، نمجنې، لندبلې او کنګل نه وې. د دوی په وینا دا چاره سبب کېږي چې په اتومسفیر کې زیات ګلتوني ګازونه خپاره شي چې د اوزون پردې ته خطر پېښوي.
د ساینسپوهانو د څېړنې دا تازه نتیجه هغه اندېښنې تاییدوي چې زموږ خاورینه کُره مخ په توېدو ده.
ساینسپوهان وايي چې د شمالي قطب همدا ځایونه چې په تېر ژمي کې یخ ونه وهل، په تېرو ژمو کې کنګل کېدل چې له کبله یې ملیونونه ټنه پخواني کاربون د دېوال کار ورکوي.
دوی اندېښنه لري چې که په همدې ډول په راتلونکو کلونو کې هم کنګل نه وي، لا ډېر کاربون ډای اوکسایډ او میتان ګاز به اتومسفیر ته وکوچېږي. ژمی راروان دی وبه کتل شي چې سږنی ژمی څومره سوړ او واورین دی.