ګل رحمان رحماني

د ښار په ګڼه ګوڼه کې ليکه موټر ولاړ وو. يوه کوچني ماشوم د هېواد د څو لسيزو واکمنانو د لويو او کوچنيو رنګارنګ انځورو ګېدۍ په غېږ کې نيولې وه، دوړ يې مخ بې رنګه کړى و، په نوبت سره د هر موټر څنګ ته ور نږدې کېده او بندو ښېښو ته يې تصويرونه نيول.

ټولو به لومړى انځورونو او بيا ماشوم ته بد بد وکتل، ماشوم به هم خپل انځورونه له سترګو تېر کړل، ناهيلى به شو او بيا به يې بل موټر ته لاس اوږد کړ.

   د څنګ موټر نه يوه عينکي ځوان چې کاغذونه او عريضې په ګونډو اېښې وې، د موټر ښېښه ښکته کړه، ماشوم يې په اشاره د ځان خواته را وغوښت.

   د ماشوم په سپېره تندي کې خوښي وځلېده، ځوان د عکسونو بنډل دزړه له پاسه چاڼ کړ، د هېواد اوسنى واکمن تر ټولو لوى عکس يې په کې پيدا کړ، ماشوم ته يې له ښودلو پيسو يو څو زياتې ورکړې، ماشوم په منډه روان شو.

   ځوان لومړى په غېږ کې اېښو پاڼو ته وکتل، په يوه پاڼه يې څو لاسليکونه له سترګو تېر کړل او بيا يې د واکمن تصوير په خپل ټول زور ومروړه، څېرې يې کړ او ټوټې يې له ښېښې لاندې وغورځېدلې.

موټرو حرکت وکړ، د خاورو او ګرد يوې کمزورې څپې د څېرې شوي تصوير ټوټې په پلې لاره خورې ورکړې کړې او د لارويانو په پښو کې ورکې شوې.

٢٠١٥، د اکتوبر ٢٦مه

—————————

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه،وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ،ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند، نړیوال ادبیات ، ادبیات او سوله، کاذب غرور، سوله او ماشوم، تږې سترګې   

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *