له تیرو څو کلونو څخه را په دېخوا د افغانستان خلک د تنظیمونو او ګوندونو له یوځای کېدو او همپالنې څخه خوښه او خوږه هیله نلري او د دوی ائتلاف افغانستان او د دې هېواد د خلکو د بدمرغۍ او ویجاړنې سبب شو ځکه هغه تنظیمیان چې واک ته رسیږي د هغوی شعار به ټوپک، زور، بدماشي، بی عدالتي او د ښه مدیریت نشتون وي او تل به د هیواد سیاسی واک په خپل ولکه کې نیسي نو د افغانستان ویاړلی ولس له داسې یو طبقاتي نظام څخه ستړی دی او هیڅکله یې هم غوښتونکی ندی.

هو! که چیرته مونږ تېرو تجربو ته یوه کتنه ولرو نو پرته له شکه چې د همدغو واک غوښتونکو او د واک تږو یو ځای کیدنې د افغانستان میړني ولس ته یې هیڅ کوم بریالیتوب ندی درلودلی، د افغانستان سوکالۍ، پرمختګ ته یې کومه ځانګړې برنامه نده لرې نو اوس دغه تنظیمي یوځای شوی ټاکنیز ټیکټ د افغانستان خلکو ته کوم ضمانت ورکولای شي ترڅو د دوی  بریالتوب سره به خلکو ته یو ولسواکه نظام برنامه ولري بیا داسې نه وسي لکه څو ورځې دمخه یې چې د دوی یوه ویاند خپلو خبرو کې په ښارونو او ویالو کې خلک د وینو تویولو او ګواښوونو سره تهدید او بیرول نو آیا دوی خلکو ته کوم ضمانت ورکولای شي چې د تنظیمي ډلواو ټپلو په یوځای کېدلو سره به د خلکو ترمنځ یو ځل بیا ویره نه خپره یي او د کړیدلي افغانستان وینه به نوره نه څکي؟

که چیرته دغه تنظیمي ډلو څېرې چې یو مهال د یو بل وینو ته تږي ول او د یول بل سیوری یې په تیږه ویشته واک ته ورسیږي څنګه به وکولای شي چې پرته له برتریت غوښتنې څخه به دوی د واک د ویش په سر جوړ راشي؟ آیا باور نه کوئ چې دوی به د پخوا په شان د واک په ویش یو ځل بیا په خپل منځ کې ناخوالې جوړې کړي او تاسو ډاډمن یاست چې د دوی دولت به یوې لنډې مودې څخه وروسته رنګ نشي؟ مونږ په تیرو ۱۲ کلونو کې د ځینو پرمختګونو او لاسته راوړنو تر څنګ د یوه غلط او منفي دود شاهدان هم وو چې هغه په واک کې د څو محدوده کسانو له مقام ګوښه کېدل او بیا ګمارل ول که څه هم هغه به د چارو د پرمخ بیولو وړتیا هم نه درلوده، د دولت او مشروع اپوزیسیون کسان د پردې ترشا یو ول یعني د یوه ګوند خلک ځيني یې په دولت کې او ځینو یې د اپوزیسیون په نامه نغارې ډنګولې، حال دا چې د نړۍ په دولتونو کې داسې نده، یا دې په دولت کې وي او یا دې په مشروع اپوزیسیون کې، تر څو د دولت ناسمو چارو په سر نیوکې وکړي او دولت خپلې نیمګړتیاوې سمې کړي.

د افغانستان هر وګړی، که باسواده یا بې سواده، که کارکوونکی او بې کاره او که سیاستوال او یا هم د ټولنې عادي کس دی اوس مهال په دې ښه پوهیږي چې په دې ورستیو کې د نوماندانو د تبلیغاتو بټۍ ډیره سره ده په عین حال کې په دې هم پوهیږي چې اوس افغانستان اود افغانستان خلک هغه د درې ویشتو مخکې کلونو خلک ندي چې دوی دچا د تبلیغاتي شعارونو ښکار شي، اوس په نېمکرغۍ سره باید وایم چې زمونږ د زړه ور ولس سیاسي شعوړ ډیر لوړ دی، د ښو او بدو د ریښتنیو او خاینانو تر منځ ښه توپیر کولای شي، هغو کسانو چې ملت ته یې پخوا د خدمت کولو آزموینه ورکړې ده ښه څرګند دي او ملت نور په آزمویل شوو څېرو باور نه کوي او نه به یې دغولوونکو تبلیغاتو او تشو شعارونو تر اغیزې لاندې راشي، ولس ریښتې سوله غواړي، ولس سوکالي او پرمختګ غواړي او همدا راز ولس د افغانستان سرلوړي غواړي نه د څو محدودو تکراري کسانو واک ته رسیدنه.

همدا رنګه، داسې ګنګوسې دي چې ولسمشرۍ ته  یو نوماند ټیم د هرې وسیلې او سیاست په کارولو سره د بریالیتوب په صورت کې د ډلو او جوړجاړیو غوښتونوکو سره به راتلونکی واک ویشي د ولس په باور دغه ویش به یواځې تنظیمي ګټو، تنظمي څېرو او غړو ترمنځ وي نه د اهلیت، وړتیا، مهارت، تجربې او زده کړو په اساس، ولس له داسې یوه نظام څخه چې هغه د تنظیمي ګټو پر بنسټ جوړیږي ناهیلې شوی دی او هیڅکله یې نه غواړي، مونږ د افغانستان ولس د راتلونکي دولت څخه د زورواکو او ټوپک مارانو له لوري د چور او چپاول د غوښتنې په هیله یو نه د دې غوښتونکي چې داسې کسان یو ځل بیا واک ته ورسیږي چې ولس خپل ځان ناهیلی احساس کړي او د هغوی حقوق د څو خاینو او خاوره پلورونکو لخوا تر پښو لاندې شي.

د ګران افغانستان او د خلکو سرلوړي، سوکالي، د غوره نظام جوړنه په یووالي کې ده، د ټولو خلکو په پت درناوي او د ټولنیزو حقونو په ورکړه کې ده او بلاخره ووایم چې د افغانستان خلک په نظام کې خپل سهم د اهلیت او وړتیا پر بنسټ غواړي او دا د ملت یو له اساسي هیلو څخه ده

0 thoughts on “د واک تږي، ستړی ولس/ عبدالرحیم موسی زی”
  1. موسی زی صاحب سلام تاسو ته او د تاند محترمې ټولو لوستونکو ته ستاسو لیکنې چې د تاند له لارې خپریږي زه یې تل لولم په رښتیا چې ډیرو رښتیا مسایلو ته اشاره کوې، خوږه لیکنه کوې خدای قلم نور هم روان لره چې خپل ولس او ژبې ته خدمت وکړئ.

  2. موسی زی صاحب سلام تاسو ته او د تاند محترمې ټولو لوستونکو ته ستاسو لیکنې چې د تاند له لارې خپریږي زه یې تل لولم په رښتیا چې ډیرو رښتیا مسایلو ته اشاره کوې، خوږه لیکنه کوې خدای قلم نور هم روان لره چې خپل ولس او ژبې ته خدمت وکړئ ړ

  3. موسی زی صاحب سلام تاسو ته او د تاند محترمې ټولو لوستونکو ته ستاسو لیکنې چې د تاند له لارې خپریږي زه یې تل لولم په رښتیا چې ډیرو رښتیا مسایلو ته اشاره کوې، خوږه لیکنه کوې خدای قلم نور هم روان لره چې خپل ولس او ژبې ته خدمت وکړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *