شاخ برنتی
له بلخ ولایته د عطامحمد نور اري کېدا د ملي یووالي، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره هغه اړین ګام و چې باید ډېر پخوا پورته شوی وای. خو څرنګه چې د طالبانو ادارې له ړنګېدو وروسته په بن کې داسې اداره جوړه شوه چې د ملاتیر یې قومي ملیشو، د نشه یي توکو او وسلو مافیایي بانډونو، جنګي مجرمینو، پخوانیو پوځیانو او ځینو مفت خورو جوړاوه او د واک وړه برخه ځینو مسلکي او د لوړو زده کړو والا کسانو ته هم ورسېده. له تردید پرته د واک غوښنې برخې لوبغاړو پر خپل ټول توان هڅه وکړه چې خپل واک تلپاتي او ان میراثي کړي. دغه وخت له بده مرغه پر افغانانو د حامد کرزي په شان له یوې خوا کمزوري، بې واکه، بې زړه خو له دې ټولو سره سره بیا ماجرا غوښتونکي، دوکه مار او فرصت غوښتونکي کس تپل بیا بله تېروتنه وه چې ستونزه یې نوره هم پیچلې کړه. د ښاغلي کرزي له کمزوریو او ښایي په ځینو برخو کې لورېینو جنګسالاران نور هم پیاوړي کړل. د بېلګې په توګه حامد کرزی یو وخت د تورن اسماعیل د میلیاردونو ډالرو فساد په دفاع کې د امریکې له سفیر ایکن بیري سره په شخړه کې ان د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو پرې کېدو ترپولې وړاندې لاړ. د طالبانو له ماتې ورسته جنګسالارانو یوازې وسلې او لږ پانګه درلوده خو د وخت په تېرېدو یې د ځمکو غصب او نورو اقتصادي رښتو قبضه کولو له لارې د میلیاردونو ډالرو پانګې، ښارګوټو او نورو شتو خاوندان شول او ورسره پخوا کې یې رسنۍ او کرایي میرزایان هم پیدا کړل. دوی د خپل کرکتر له مخې له بهرنیو استخباراتي کړیو سره د پخوانیو اړیکو په پاللو اولانورو ټینګولو او پرخپلې شاوخوا د قوم په نوم بدمعاشانو او لنډغرو راټولولو سره د خپلو نامشروع ګټو ساتلو له پاره ځانونه د قومونو ټیکه داران او میراث خواره اعلان کړل چې که د هرې ناقانونه کړنې ګوته به ورته ونیول شو نو له تردید پرته به یې مسله قوم ته کش کړه چې له بده مرغه دغه حالت تراوسه هم روان دی.
د طالبانو له ماتې وروسته په لومړیو دوو کلونو کې تر یو بریده د جنګسالارانو کمزوري کېدو یو څه هڅه وشوه چې بیا یې هم ویاړ حامد کرزي ته نه بلکې د امریکې د هغه وخت سفیر زلمي خلیل زاد ته ورګرځي. په هغه وخت کې تورن اسماعیل چې ځان یې په لوېدیځ کې خپلواک ګاڼه له هرات ولایته لرې او کابل ته راوغوښتل شو. دغه راز، د ولسمشري په لومړي دور ټاکنو کې قسیم فهیم د ولسمشر مرستیال ونه نومول شو او ځینې نور اقدامات، خو له افغانستانه د ښاغلي خلیلزاد په تګ سره دغه بهیر نه یوازې په ټپه ودرېد بلکې جنګسالاري پر ټول توان د پیاوړتیا پرلور روانه شوه.
هغه وخت پر عراق د امریکا برید او په هغلته د امرېکې پښې بندېدو او د ټولو که نه و خو د ډېرو مالي سرچینو عراق ته ورماتېدو هم په افغانستان کې جنګسالاري پیاوړې کړه او تر ډېره هغه مهال د افغانستان چارې همدغو جنګسالارانو ته وروسپارل شوې.
د کلونو په اوږدو کې جنګسالاري څه ناڅه بنستیزه شوه. تر یو وخته د بشري حقونو دفاع نړیوالو بنسټونو یو څه نیوکې پرې کولې او لږغوندې تمه کېده چې ښایي د جنګي مجرمینو محاکمې له لارې به د جنګسالاري یو څه کمزورې شي خو جنګسالارانو په ډېره زرنګي په ولسي جرګه کې د ملي روغې جوړې منشور په نوم پړ پړه تصویب کړه چې له مخې یې ټول جنګي مجرمین معاف اعلان شول او د روښنایي دا وړه چوله هم بنده شوه.
د وخت ولسمشر کرزي هم په پرله پسې توګه د جنګسالارانو پروړاندې پرشاتګ ته دوام ورکاوه او د ولسمشري دویمې دورې په ټاکنو کې یې قسیم فهیم له ملي او نړیوالو فشارونو سره سره بېرته د خپل مرستیال په توګه غوره کړ. په همدغو ټاکنو کې د بلخ د هغه وخت برحال والي یانې عطامحمد نور د اساسي قانون خلاف چې برحال لوړ پوړي دولتي ماموران له سیاسي فعالیته منع دي، ښکاره په نغاره د کرزي مخالفت وکړ. په کار خو داوه چې کرزي هماغه مهال له کاره پسې اخیستی وی خو دغه کار یې ونه کړ یا یې ونه شو کړی. په دې سره دغه سړی نور هم تېغونی شو په تېره چې فهیم یې هم ترشا ودرېد.
د ولسمشري په درېیم دور ټاکنو کې عطامحمد نور بیخي توره له تیکي راوایستله او د لوړ پوړي دولتي مامور په توګه یې نه یوازې د یو نوماند خوا ونیوله بلکې سیال نوماند ته یې د ټولو افغاني او انساني اخلاقو خلاف سپکې سپورې هم وویلې او داسې یې وښوده چې دی خپله ټاکنو ته ولاړ دی.
د عطامحمد نور د تمې او هڅو خلاف محمد اشرف غني واک ته ورسېد. خو عطا محمد نور د خپلې بقا او د واک او مزو ساتلو په موخه د واک ۵۰ – ۵۰ سلنې مسله ټینګه ونیوه او هڅه یې وکړه چې له یادې ونډې لا هم ډېر څه ترلاسه کړي. ده (عطامحمد نور)ټیک هغه لوبه راوخیسته چې د نولسمې پېړۍ په پای کې اسحاق خان د امیر عبدالرحمان پرضد غوښتل شمال مورچل جوړ او خپله واکمني په کې وچلوي خو عبدالرحمان د هغه خلاف پوځي عملیات وکړل او له شماله یې دوړه کړ. همدغه لوبه دوستم بیا له ډاکتر نجیب الله سره تکرار کړه چې له بده مرغه په لومړیو کې بریالی هم شو. په دې وروستیو کې ځینو غوړه مالانو هغه د بلخ امپراتور په نوم یاداوه چې ډېر خندنی لقب دی بلخ چېرې او امپراتوري چېرې؟
ولسمشر غني هڅه وکړه چې له هغه سره د جوړ جاړي لارې ولټوي په دې برخه کې یو څه پرمختګ هم وشو خو عطامحمد نور دا د ولسمشر غني کمزوري تعبیر کړه او داسې غوښتنې یې مطرح کړې ته به وایي چې د جګړې کوم فاتح یې له مقابل لوري غواړي نه بلکې د ځینو اړتیاوو له مخې یې ماتې خوړلي لوري ته ورکوي نو ځکه خو ونه منل شوې.
په دې وروستیو کې یې پښې ډېرې اوږدې کړې او په ښکاره یې وویل چې د ولسمشر امر نه مني او ولسمشر دې لوړ پوړي امنیتي چارواکي له دندو لرې کړي ځینو ته یې د انساني کرامت خلاف توري وکارول، ترڅنګ یې په ډېر لرې ولایتونو کې هم لاسوهنې پیل کړې د بېلګې په توګه په هرات کې یې وویل چې د پوهنې ریاست دې دغه یا هغه کس ته ورکړل شي او داسې نور. پر دنده نور ددغه سړي پاتې کېدل له یوې خوا د هیواد ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ او له بلې خوا یې نورکسان هم ورته کړنو ته هڅولي وو یانې داسې پیغام یې رساوه چې هرڅوکو کولی شي له واکه په ناوړه ګټنې سره لومړی پیسې بیا وروسته لنډغر پرځان راتول او پرمټ یې خپله واکمني نه یوازې دایمي بلکې ان میراثي کړي. د عطامحمد په ګوښه کېدو به تردید پرته د هغو کسانو پر اندامونو هم لړزه راغلې وي چې غوښتل یې د هغه پر پلونو پښه کېږدي او زورواکي وچلوي.
نو ځکه خوویلی شو چې ولسمشر غني په دغه زړه ور اقدام سره نه یوازې ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا وژغورله بلکې په هېواد کې یې د واک قانوني کېدو پر لور مهم ګام هم اوچت کړ.
first thanks for dear writers;you explain every thing complette.
SECOND WE HAVE TO STRONGLY SUPPORT HONOR ASHRAFGHANI AND THIS GOVERNMENT,
PEOPLES MUST STAND IN FRONT OF WARLORDS/LIKE SYAFF/ISMAIL/ZAHEER QADEER/HAZRATALI AND MORE,,,,,
ALWAYSE BE AFGHAN NATIONAL ARMY THANK YOU