عبدالله الهام جمالزی –

د ولسمشرۍ لپاره د ترسره شوو ټاکنو پایلې لا نه وې خپرې شوې چې د واک په سر د يوې ژورې، له وړاندې پلان شوې او غیرقانوني معاملې ملت نهیلی کړ. که څه هم د ټاکنو څو پړاوه تېرو تجربو، د ولسواکۍ او ټاکنیزې پروسې لپاره په هېواد کې شته نامناسبو شرایطو او د واک د تر لاسه کولو لپاره د نوماندو لورو کمزوریو ته په پام سره له وړاندې دا رنګ وېره شته وه، خو په یو ډول د ولس له یرغمل کېدو او د دوی ارادې ته په نه پاملرنې سره پراخو سیاسي معاملو وښودله هغه اندېښنې لا زیاتې کړې.

د ټاکنیزې شخړې هواری او پراخې معاملې

په ۲۰۰۹ کال کې په ټاکنو کې د بهرنۍ مداخلې ترخې خاطرې لا له یاده نه وې وتلې چې د هماغې سناریو د تکرار لپاره زمینه سازي وشوه. د ۲۰۰۹ کال د معاملې يوه لوري دا ځل بيا د جان کيري د منځګړتوب تمه درلوده او د افغاني او نورو لورو پر وړانديزونو او منځګړتوب يې نه یواځې بسنه نه کوله بلکې ويې غوښتل داخلي لوري چې هغه تر ډېره ولسمشر حامدکرزی و، لا تضعیف او نهیلی کړي. حتی فکر کیږي چې د پايلو له اعلان يوه ورځ وروسته د موازي حکومت د اعلانولو په ګډون ګواښونه او د هېڅ بلې حل لارې نه منل له ډاکتر عبدالله سره په 2009 کال کې په معاملو کې د شوو ژمنو د نه پوره کېدو له وېرې څخه وې.

خو د جان کيري په مداخلې سره په ډېر حیرانوونکي ډول لانجې حل شوې او دواړو نوماندانو يې د منځکړتوب ټولې پرېکړې ومنلې او دغه عمل دا حدس او ګمان لا پیاوړی کړ چې دواړو نوماندانو له وړاندې له امریکا سره په سیاسي معاملې هوکړه کړې وه.

د ټولو رايو له سره شمېرل، پايله د دواړو نوماندانو له خوا منل کېدل او په پايله کې د ملي وحدت حکومت جوړول هغه ظاهري موضوعات وو چې د جان کیري او دواړو نوماندانو له ګډې غونډې وروسته رسنیو ته وویل شول په داسې حال کې چې د احتمالي بایلونکي نوماند ښاغلي عبدالله عبدالله لخوا د یادې شوې پرېکړې منلو دا ثابته کړه چې یواځې دا پرکړېنه دي شوې بلکه د پردې تر شا د واک د وېش پر سر پراخه سیاسي معامله شوې.

د امریکا پټ او ځیرکانه مدیریت

ښکاري چې امريکا او بهرنيو لورو د ټاکنو لانجه داسې مديريت کړه، چې په دې مهمه پروسه کې د بهرنيانو رول اساسي وي او له دويم پړاو ټاکنو وروسته د موازي حکومت اعلانولو ګواښ هم د امريکا د مداخلې يوه برخه ښکاري.
فکر کېږي چې امریکا له یوې خوا له دواړو نوماندانو سره له وړاندې په خپل پلان او خپلو طرحو تفاهم کړی و او دغه راز یې د ټاکنو د باتدبيره مديريت له لارې خپلې موخې تر لاسه کړې او د پنځو نورو کلونو لپاره یې بیا د داسې حکومت بنسټ کېښود چې هر څه وغواړي پرې ويې کولای شي.

دا فکر هم کېږي چې د امريکا له خوا په ټاکنو کې د دغسې اغېزناک رول لوبول، د ولسمشر حامدکرزي د انزوا هڅه وه؛ ځکه کرزی لاهم په افغانستان کې د نظام له بدلون، امنيتي تړون او په ټول کې د افغانستان په سياسي بهير کې د امريکا د عام او تام اغېزناک رول مخالف او له لاسوهنو يې ستړی ښکاري. د جان کیري او د ملګرو ملتونو د استازندویه دفتر له مشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې د حامدکرزي له وینا دا هم په ډاګه شوه چې د ټاکنو په سر په پلان شوې شخړه کې بهرنیو مداخلو ولسمشر په غوسه کړی و او حتی کابل ته د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سفر د هغه له غوښتنې اوحتی خوښې پرته ترسره شوی.

د نظام د بدلون او معاملو آوازې

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او یوناما د مشر په منځګړتوب د دواړو نوماندانو د جوړجاړي له غونډې وروسته لومړی ځل د ښاغلي عبدالله عبدالله ټیم له دوی سره د نظام د بدلون او په واک کې د پراخې ونډې د ورکولو په څیر ژمنې ورسره شوې دي. ډاکتر عبدالله عبدالله د بريا په صورت کې په پام کې لرل چې د اساسي قانون د بدلون له لارې به د نظام ډول بدلوي او دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې ورته څه ته اشرف غني احمدزي بل نوماند په یو ډول مقدمه اېښې وه چې هغه د یوه اجرايوي پوست رامنځته کول و.

فکر کېږي چې له څه باندې يوې لسيزې وروسته چې امریکا په افغانستان کې د رياستي نظام ملاتړ کړی اوس یې د نظام د بدلون لپاره هم په دې وروستیو کې څه هلې ځلې کړې دي. او کومو لاسونو چې د دويم پړاو ټاکنو د بدنامۍ تر شا کار وکړ ښايي یوه موخه به يې هم د نوو سياسي طرحو وړانديز ته لار هوارول و.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم له خوا په ډير آب و تاب سره او دغه راز د اشرف غني احمدزي د ټیم له خوا په سیستماتیک ډول په نظام کې بدلون ته د ذهنيتونو د جوړولو او برابرولو هڅې روانې دي که څه هم د احتمالي بايلونکي نوماند ډاکتر عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړي ښايي دا اوازې د دې لپاره خپرې کړي چې په راتلونکي حکومت کې خپله ونډه پراخه کړي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم ښايي له دې امله ورته څه ومني چې د ټاکنو پایلې په خپل مقابل ټیم ومني.

د بې باورۍ او احتمالي شخړو پیلامې

دا چې د جان کيري له منځګړتوب وروسته د ټاکنو احتمالي بايلونکی ټيم خوښ بريښي، داسې ښکاري چې د واک پر سر معامله ورسره شوې ده او د ټاکنيزې پروسې له بدنامولو او نورو زياتو ستونزو له کبله، مقابل او احتمالي بريالی ټيم هم دې ته اړايستل شوی، چې د واک پر سر معامله د وروستي انتخاب په توګه ومني او د يوه کمزوري حکومت جوړېدو ته لار هواره شي او په دې ډول دا قطعي شوه چې د افغانستان د خلکو رایې برخلیک ټاکونکې نه وې او نه يې هم پایلو ته څوک منتظر پاتې شول او نه يې اهمیت ورکړ، ځکه که ټولې رايې له سره شمېرل کېږي او پايله هم دواړه نوماندان مني، نو بيا خو ګټونکی کس مشروع ولسمشر دی او له خپلې تګلارې سره به سم حکومت جوړوي؛ بيا نو د ونډې په څېر مخکې له مخکې د بايلونکي نوماند ورګډول څه معنا لري؟

د بې باوريو دې لړۍ او د ملت غوښتنې او ارادې ته د بې احترامۍ او د زور او انحصار د بېلابېلو ابزارونو له مخې د د واک د تر لاسه کولو ناروا هڅو په اوسنیو ماتېدونکو او نازکو شرایطو کې د ولسواکۍ، سمونونو او موثرې او کارندې حکومت والۍ رامنځته کېدو ته هیلې کمې کړې دي، خو هیله ده چې نوی رامنځته کېدونکی دولت د تېرو تېروتنو د جبران او د باور د بېرته ژوندي کولو لپاره په هېواد کې د ولسواکۍ او د باور د فضا د رامنځته کولو لپآره جدي او چټک ګامونه اوچت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *