موږ افغانانو دیارلس کلنه ازمایښتې دوره تېره کړې، لا د وینو له ډنډه بهر نه یو راوتي، دا ځکه نړیواله ټولنه د امریکا په مشرۍ افغانستان ته د بُن له کنفرانسه په پاک نیت نه وه راغلې. زموږ نوې هیلې له خاورو سره خاورې سوې. ټوله تکیه یې د جنګسالارانو پر وده او په سیمه کې د القاعدې پر ځپلو متمرکزه وه. نه یې د ښې زیربنا خاوندان کړو او نه یې هم راته پر ځای یو سالم نظام پرېښود. له فساده نیولې تر قاچاقو ددې خاورې بل سیال نه موندل کېږي. امریکا په سیمه کې خپلې ګټې لټوي، په ظاهره د ډیموکراسۍ چیغې وي، په اصل کې یې ډیموکراسي په لوی لاس تر پښو لاندې کړې. هغه مهال چې عبدالله عبدالله د ټاکنو پر مهال د ولسمشر کرزي سیال و، یوه هم کافي رایې نه وې خپلې کړې، د امریکا لوړ پوړو چارواکو تمه لرله چې کرزی نور له ولسمشرۍ څوکۍ لیرې کړي او یا یې په غیري مشروع او ضعیفه توګه څوکۍ ته په خپل زور ورسوي. همداسي یې وکړل، عبدالله په ماښام په میلیونونو ډالر واخیستل، په سهار یې د رسنیو پر وړاندي د ټګۍ اوښکې توی کړې او له خپل دریځه تېر سو. هغه مهال بهرنیانو اوبه خړې کړې او کبان یې پکې ونیول. ولسمشر کرزی یې تش په نامه ولسمشر کړ، له غربه یې پرې هره اونۍ نوې پټکې وهلې چې یوه ښه بیلګه ی�� د بارک اوباما هغه اخطار و چې ویل یې ولسمشر کرزی باید په شپږ میاشتو کي له افغانستانه د فساد ټغر ټول کړي، حال دا چې فساد خپله دوی افغانستان ته راوړ، له جنګسالارانو سره یې د فساد د جوال خوله تر ننه نیولي.

اوس چې افغانستان د سیاسي بحران په یوې مهمې څلور لارې کې پروت دی، نړیواله ټولنه او افغان حکومت دواړه بې کفایته پاته دي. نه یې قانوني مصئونیت ته پام کړی او نه یې هم خپل قانوني مسئولیتونه اجرا کړی. له کابله یې د بزکشۍ میدان جوړ کړی، افغان ولس یې د بزکشۍ د اوزګړي په څېر په میدان کې غوځولی او هر څوک چې یې په هر ډول حمله کوي، اړینه داده چې تر خپل ځاني هدفه یې ورسوي او خپلې منګلې پرې سرې کړي. ملا محمد عمر له ۱۹۹۶ز کاله تر اوسه د افغانستان د پاچا رول لوبوي او په همدې نوم یې له ۲۰۰۳ز کاله تراوسه داسي درنده او زوروره جګړه روانه کړې چې نه یې امریکا په شا کولای سي او نه هم نړیواله ټولنه. پر ملامحمدعمر سربیره اوس په کابل کې موږ درې نور ولسمشران لرو، کرزی د واک پر ګډۍ ناست دی او د بحرانونو ننداره کوي. د ملګرو ملتونو له هڅو سره- سره په افغانستان کې د خلع سلاح پراخ پروګرامونه ( ډي ډي ار) او (ډایاک) پلي سول او په زرګونو لویې او وړې وسلې يې ټولې کړې، خو بیا هم په پلازمینه کابل کې پنځوس موټرونه راوځې او د کابل ښاریان او د افغانستان ملت په ډزو ننګوي.

عبدالله واک په زور غواړي، اشرف غني وایې ولس ورته رایې ورکړي، نو ځکه د افغانستان مشروع ولسمشر دی. افغانستان د سیاسي بحران په څلور لارې کې راګېر دی. ملامحمد عمر تمه لري چې یو ځل بیا به د امیرالمومنین په توګه د افغانستان د واک رسۍ په لاس کې واخلې چې په ټوله کې یې په سیمه کې ملاتړې هم ډېر دي. کرزی په بحران ځکه خوشحاله دی چې له قانوني سره یې لاس پټ کړی او فکر کوي چې اوبه به خړې کړي او کبان به پکې ونیسي، په دې معنی چې پر خپله څوکۍ به پاته سي. عبدالله زور لري او د افغان حکومت نظامي ځواک یې تر ډېره په چوپړ کې دی، تر څنګ یې پاخه او درانه جنګسالاران ولاړ دي هر کله چې یې زړه وغواړي افغانستان کې موازي حکومت اعلانولی سي. اشرف غني ته خلکو رایې ورکړي او خلکو ترې په ټینګه غوښتنه کړې چې نه به مشارکت ته غاړه اږدي، او نه به هم جنګسالارانو ته په خپل حکومت کې ځای ورکوي. پس د افغانستان برخلیک به ددې څلور لارو څخه په کومه یوه روان سي؟

تجربو ښوولې چې زموږ ګاونډیان تل هڅه کوي چې په افغانستان کې ضعیف حکومت موجود وي، تر څو ورته خطر نه وي متوجه، او له بل اړخه به یې غوښتنې بې چون او چنې په ورینه ټنډه منل کېږي. امریکا هڅه کوي په افغانستان کې د ولسمشر د واک مزی په یو ضعیف موقف پوري وتړي او هڅه کوي مشروعیت یې تر سوال لاندي راولي. زه ډاډه یم چې امریکا به عبدالله ته قناعت ورکړي، د ډالرو کڅوړې جمع د ګوتو په شمار څوکۍ یې عاجل دی. خو امریکا دا کار هغه وخت کوي چې پر اشرف غني خپل احسان واچوي چې ګڼي دهغوی په زور تر ارګه رسېږي. په دې کار سره له یو لوري د راتلونکي ولسمشر موقف د امریکا پر وړاندي ضعیف او مشروعیت یې تر سوال لاندي راځې، له بل لوري چې امریکا د نظام رسۍ هر لور ته کشوي، څوک به څه نسي ورته ویلای. تر ډېرو فشارونو، کشماکشونو، او ستونزو وروسته به ډاکټر اشرف غنی احمدزی ولسمشر، کرزی د دولت پیاوړی او مخور مشاور، عبدالله به د څو وزارتي څوکیو ترڅنګ پیسې واخلي، او په وسلوال اپوزیسیون کې به ورته ناست وي، کله به له فرانیسې د افغانستان د تجزیې طرحې راوړي او کله به د پاکستان په اذان روژه ماتوي.

خاوره زموږ ده، او پر موږ د مور په څېر حق لري، په دې کې د مور څه ګناه ده چې اولادونه یې نا احله او بد دي. افغانستان د مور په څېر اوس د خپلو بچو څخه تمه لري چې له سره لوېدلی پوړنی یې ور په سر کړي. د اوسنیو سیاسي بحرانونو په حل کې تر بل هر چا د افغانستان د ملت سپین ږېرې، ملایان او متنفذین ښه رول لوبولی سي. زموږ سیاسي رهبران د ولسمشر کرزي په ګډون باید بې کفایته پاته نسي، د دواړو نوماندانو په منځ کې کښېني داسي یوه حل لاره ورته ولټوي، چې نه اپوزیسون ولسوال پاته سي او نه هم د راتلونکي ولسمشر موقف ضعیف او مشروعیت یې تر سوال لاندي راسي. د یو موټي افغانستان لپاره سالم نظام ته اړتیا، او سالم نظام هغه مهال شونی دی چې زموږ د خپلو افغاني فکرونو او هڅو زېږنده وي. د افغان ولس اراده پکې دخیله وي، او په ملي کچه یې تکیه پر افغانیزم وي. له شرقه تر غربه هر څوک خپل اهداف لري، او دهغوی اهداف د خپلو ملتونو لپاره دي. موږ هم باید خپل اهداف ملي کړو، بس دی! باید له ځانې او ګوندي ګټو تېر سو، له تاریخه باید وشرمېږو، سبا به مو دا لړلی تاریخ د بچو مخته په ښوونځی کې پروت وي او هغوی به یې یوه پاڼه هم له شرمه نه سي اړولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *