تاند- د امریکا د نیوجرسي رتګرز(Rutgers University) او نیو برنسویک (New Brunswick) پوهنتونونو څېړونکي بریالي شوي چې یو داسې سیستم جوړ کړي چې د وای فای د سیګنالونو په وسیله په شاوخوا کې وسله، کیمیايي مواد او باروت کشف کړي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې څېړنې پر اساس به په لنډ وخت کې د وای فای سیګنالونه د کیمیايي او چاودېدونکو موادو، بمونو او وسلو د موندلو لپاره پر یوې ارزانه او اسانه وسیلې بدل شي.

د دواړو پوهنتونونو څېړونکو د خپل کشف په اړه د توضیحاتو د ورکولو په مهال وښوده چې بې سیمه سیګنالونه په څه ډول د خلکو په بکسونو او بېګونو کې خطرناک شیان په څومره دقت موندلی او یا یې د مایعاتو اندازه اټکلولی شي.

د څېړونکو څو ازمېښتونو وښوده چې د دې سیستم دقت په سلو کې ۹۵ دی.

دوی هیله لري چې دا سیستم به د موزیمونو، لوبغالو، ښوونځیو او نورو عمومي ځایونو د امنیت په خوندي کولو کې وکارول شي.

د دې سیستم لپاره یو وای فای او ۲ یا ۳ انتنونه پکار دي چې یو انتن د سیګنال د لېږلو او دوه نور د سیګنالونو د ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.

دا سیستم وروسته له دې چې سیګنالونه بکس، دستکول یا بېګ ته ننوځي، په هغه کې موجود شیان معلوموي.

همداراز هغه سیګنالونه چې د وسلې، المونیمي قوطي، لپ ټاپ او بېټریو په شان جاندو شیانو څخه خپرېږي، کشفوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *