خبرپاڼه
د ۱۳۹۶ کال، د تلې ۱۵مه
د “وحدت المسلمین” تحريک مشرتابه او غړو د شنبه په ورځ د حزب اسلامي له امير سره په کتنه کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې د ښاغلي حکمتيار هلې ځلې وستايلې او د جګړې په ژر پای ته رسېدلو يې ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي د مشر په هستوګنځي کې ترسره شوه په پېل کې د “وحدت المسلمین” تحريک مشر مولوي وزير محمد وحدت خبرې وکړې، د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د توافقنامې هرکلی يې وکړ او ددغې توافقنامې د موادو د عملي کېدو غوښتنه يې وکړه.
نوموړي د حزب اسلامي او “وحدت المسلمین” تحريک ترمنځ د همکارۍ پر زياتېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د شهيدانو وارثینو ته بايد توجه وشي.
ورپسې ددغه تحریک مرستيال ډاکتر يار محمد زهير خبرې وکړې او وې ويل، د “وحدت المسلمین” تحريک ستاسو د تګلارو ملاتړ کوي او ددې تحريک ډیری غړي له حزب اسلامي پورې اړه لري.
ښاغلي زهير د حزب اسلامي او “وحدت المسلمین” تحريک ترمنځ د اړيکو په لا زياتېدو ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د افغانانو ترمنځ د يووالي لپاره کار وکړي.
په دې کتنه کې د “وحدت المسلمین” تحريک اداري مرستيال مولوي نجيب الله حقیار وويل، ملت له تاسو هيله لري چې د اسلامي نظام د ټينګښت او د اسلامي اهدافو او ارشاداتو د پلي کېدو لپاره کار وکړئ.
حقیار زياته کړه، ملت ستاسو تر شا ولاړ دی او له تاسو غوښتنه کوي چې د خپلو شهيدانو ارمانونه پوره کړئ او د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړئ.
ورپسې د حزب اسلامي افغانستان امير انجنير ګلبدين حکمتيار خبرې وکړې او هغوی ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ يې د “وحدت المسلمین” تحريک د هڅو ستاينه وکړه.
د حزب اسلامي امير وويل: د مسلمانانو د يووالي لپاره بايد هڅې وکړو، خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوو او په هېواد کې د جګړې ټغر ټول کړو.
هغه وويل: روانه جګړه د بهرنيانو د موخو لپاره ترسره کيږي او زيانونه يې يواځې افغانانو ته رسيږي، نو ځکه حزب اسلامي د سولې لاره غوره کړې او د ولس په خير يې بولي.
نوموړي وويل: بايد له بهرنيانو دا تمه و نلرو چې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي، بلکې افغانان بايد د خپلو سيمو امنيت پخپله ونيسي.
د راتلونکو ټاکنو په هکله د حزب اسلامي امير وويل: چې له دې ټاکنو بايد د مثبت بدلون وسيله جوړه کړو که ټول افغانان يو بل ته لاس ورکړي او په ټاکنو کې برخه واخلي نو حتمي بدلون راوستلی شي.
ښاغلي حکمتيار له خلکو وغوښتل چې د نيکو او غوره نوماندانو ملاتړ وکړي، د پرديپالو او مفسیدینو مخه ونيسي او يوه داسې معتبره ولسي جرګه جوړه کړي چې د اسلام او ملت خدمت وکړي.
ورور حکمتيار دا هم وويل؛ چې که مجاهدين متحد کړو راتلونکی حکومت او جمهور رئيس به موږ ټاکو او هغه څوک به بريالی کيږي چې حزب اسلامي يې وغواړي.
ورور حکمتيار څرګنده کړه : د حزب اسلامي او وحدت المسلمین تحريک اهداف او تګلاره يوه ده او وړانديز يې وکړ چې بايد يوه ګډه مشورتي شورا جوړه شي.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه