تاند- ګڼ شمېر افغانانو د سیاسي چارو د شنونکي وحید مژده پر ترور خواشیني ښودلې ده.
ناپېژندویو وسله والو موټرسایکل سپرو نن ماښام په کابل کې وحید مژده په داسې حال کې چې د لمانځه لپاره جومات ته روان وو، ډزې وکړې.
مژده، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د بهرنیو چارو وزارت مامور و، د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته لومړنی کس و چې د طالبانو د دریځ سیاسي دفاع یې کوله خو نوموړی په خپلو تحلیلونو کې له اعتداله کار اخیست.
له همدې کبله ډېرو خلکو وحید مژده یو نرم، معتدل او د زغم خاوند شنونکی بللی دی.
د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم ویاند رضوان مراد د وحید مژده د وژل کېدو په اړه په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي«خدای دې وبخښي. دا دومره بيچلې استخباراتي لوبه او له افغان وطن سره روانه بې اصوله دښمني ده چې فقط د افغانستان د بې ثباتۍ او د افغانانو د اذهانو د تحريف لپاره کيږي.
د افغان وطن دښمن دې تباه وي چې په هره جامه کې وي.»
د مالیې پخواني وزیر او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمرزاخېلوال ویلي«د سولی د هڅو فعال، د سياسي چارو شنونکى او لیکوال ښاغلي وحید مژده هدفي وژنه په کلکو ټکو غندم. د مرحوم وژنه په ښکاره د هغو هدفي بریدونو لړۍ ښکاري چې په وروستیو کی هغه کسان چې د سولې لپاره کار کوي په نښه کوي. د سیاسي فعالیت او بیان آزادي د تیرو اتلسو کلونو هغه د پام وړ لاسته راوړنه ده چی تل یې په هسکه یادوو. داسي بریښي چی دا لاسته راوړنه اوس تر شدید ګواښ لاندې ده. هسک څښتن تعالی دې د مرحوم مژده شهادت قبول او مغفرت په برخه کړي او غمځپلې کورنۍ ته دې یې زغم او د جمیل صبر ورکړی. آمین»
د انتخاباتي شکایتونو پخوانی ريیس عبدالستار سعادت د وحید مژده پر ترور ژور خپګان ښکاره کړی او لیکلي یې دي «وحید مژده د افغاني غرور او دروندوالي سمبول و، شهادت یې سخت خپه کړم. هغه په واقعي مانا زړور بنیادم و، زه یې د نړۍ د تر ټولو زورورو په وړاندې (مخامخ) د بې پروایۍ، استغنا او سپینې وینا شاهد پاتې شوی یم.
کورنۍ او ملګرو ته یې تسلیت وایم، قرباني دې یې خدای ج قبوله کړي.»
لیکوال او ژورنالیست نعمان دوست وايي «پژواک خبري اژانس کې وم. له وحید مژده سره مې ډيرې تلفوني مرکې کړي. ده ګڼې ښيګڼې درلودې:
په پښتو او درې دواړو حاکم و.
خاکساره و.
د مرکې بلنه یې نه ردوله
ځان یې له حده زیات اپ ډيټ ساته.
د مسائلو له ژورو خبر و او…
د دې ګڼو خوبیو لرونکی دا شخص مو نن له لاسه ور کړ.
خونړۍ جګړه روانه ده، هره ورځ رانه کادرونه
اخلي.
د قاتلانو بازار ښه ګرم دی او علاقمندان یې ور ته لاسونه پړکوي.
رب دې وبخښي او دا قتل دې وروستی شي.»
د دفاع وزارت پخواني ویاند متقاعد جنرال دولت وزیري د مژده ترور بد خبر بللی او لیکلي یې دي«د وحید مژده په وژل کیدو ډیر خفه شوم. خدای دې جنتونه ور نصیب کړي او قدرمنې کورنۍ ته يې د زړه صبر هیله کوم.
د افغان دښمنه کړیو دې کور خراب شي.»
تراوسه پورې هیچا د وحید مژده د ترور مسوولیت نه دی منلی او د افغانستان امنتیاي اورګانونو هم د دې پېښې په تړاو چا ته د تور ګوته نه ده نیولې.
allah dee wobakhee//daa yawa loyaa zaaeeaah dah;
he was honest afghans/he always explained a real form of matter.
.terrorism is the duty of ISI.
this show for us now also too far peace come in.
AFGHAN INTELLIGENT ORGANS MUST BECOME MORE PROFISSIONAL&WIDE.
thank you
د اعتدال و وصل وآشتي پلونه یو بل پسې نړوي…. افغان بل افغان وژنه ابدي شي، سورکونی بیګناه نه دي خو اجرا یې د حرامي افغانانو په لاس