ظاهر عمار-

امام ابن الجوزي رحمه اللهفرمايي:

((کله چې يو بنده د سهار له فريضې (لمانځه) وزګار شي، ښايي چې خپل زړه ته د لږ څه وخت لپاره ارام ورکړي، له خپل نفس سره محاسبه وکړي او ورته ووايي: ای نفسه! له ما سره يواځېنۍ شتمني ژوند دی، که زما دغه شمتني فناء شوه؛ نو له خپلې سوداګرۍ او ګټې څخه به نهيلی شم. دا يوه نوې ورځ ده چې الله تعالی پکې ماته مهلت راکړی او زما د مرګ په ځنډولو سره يې پر ما احسان کړی، که هغه له دې نړۍ څخه پورته کړای وای؛ نو بيا به مې ورڅخه هيله کولای چې د ژوند کولو لپاره لږ نور مهلت را وبښي ترڅو کوم نېک عمل وکړم؛ نو ای نفسه! داسې وبوله چې ته مړ شوی يې او بېرته د ژوند کولو يوه موقع درکړل شوې؛ نو د ې ورځې له ضايع کولو ډډه وکړه. پر دې هم پوه شه چې شپه او ورځ څلېرویشت ساعتونه دي، داسې وبوله چې د بنده لپاره هره ورځ څلېرویشت المارۍ قطار په قطار ايښودل شوي، د قيامت پر ورځ به دغه المارۍ پرانیستل کېږي او الله تعالی به په هر ساعت کې ګټل شوې نېکۍ ګوري، که د نېکيو له رڼاګانو څخه ډکې وي؛ نو دغه کس به پرې دومره خوشحاله وي چې که پر دوزخيانو ووېشل شي؛ نو هغوی به د حيرانتيا له امله په اور کې د سوځېدو احساس نه کړي؛ خو که بدبختانه په دې الماريو کې د نور پرځای بل څه وي، يعنې بنده د نېکيو پرځای له بديو ډکې کړې وي؛ نو د رڼا پرځای به پکې تيارې وي او بدبوی به ترې خېژي او هغه ساعت به يې له دردوونکي عذاب سره مخه کړي چې ده پکې د الله تعالی نافرماني کړي وي او دا مهال به ورته د دومره خواشينۍ او ذلت احساس وشي چې که هغه پر ټولو جنتيانو ووېشل شي؛ نود هغوی د خولې خوند به ور خراب کړي!

د بې عمله خلکو لپاره به يوه خزانه پرانیستل شی چې تشه به وي، نه به پکې د خوښۍ کوم څه وي اونه د غم لرې کولو، دا به هغه ساعت وي چې دغه ډول بې پروا او بې عمله کسانو به پکې ايله خوبونه کول او وخت به يې ضايع کاوه. دوی هر يو به د خپلې خزانې پر تشوالي افسوس کوي او د هغه چا په څېر به په غم او افسوس اخته وي چې د ډېرو ګټو د ترلاسه کولو موقع ورته برابره شوې وي؛ خو هغه موقع ضايع کړي او ترې محروم شي.

هر انسان ته پکار ده چې خپل نفس ته ووايي: نن ورځ هڅه وکړه چې هره المارۍ دې له نېکو عملونو ډکه کړې او يوه هم تشه پرېنږدې، داسې ونشي چې په عليين (په اسمان کې د نېکو روحونو د جمع کېدو ځای) کې دې درجه له لاسه ورکړې او بل څوک يې درڅخه ترلاسه کړي.

له شداد بن اوس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

((هوښيار انسان هغه دی چې خپل نفس په واک کې ولري او هغه عمل وکړي چې تر مرګ وروسته ورته ګټور وي اوعاجز انسان هغه دی چې په خپلو خواهشاتو پسې روان وي او بيا له الله تعالی څخه د خير طمع هم لري.))

عمر رضي الله عنه فرمايي:

((په قيامت کې له حساب کتاب سره تر مخ کېدو دمخه د خپل نفس محاسبه وکړئ او د اعمالو تر تلل کېدو دمخه خپل اعمال وتلئ او د لويې وړاندې کېدنې لپاره ځان تيار کړئ.)) په سورة الحاقة کې راغلي:

((پر هغه ورځ به تاسې (د الله تعالی حضور ته) وړاندې کړای شئ اوهېڅ شی به درڅخه پټ پاتې نشي.))

(منهاج القاصدين)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *