شېخ زاید بهار
د وخت مدیریت نومي کتاب د امریکایي لیکوال او متشبث مېچل سټاویکي پر لاس لیکل شوی اثر دی، چې د ژوند پر یو مهم فکټور (وخت) را څرخي، د وخت ارزښت راښیي او د وخت تنظیم، ډولونه، تخنیکونه، سټراټیژۍ او ډېری داسې موضوعات په ځان کې رانغاړي چې له لوستلو به یې لا ډېر خوند واخلی او د ژوند متوازن ساتلو کې به درسره مرسته وکړي.
په یاد کتاب کې داسې موضوعاتو ته اشاره شوې، چې په استفادې سره يې کولای شو، ژوند د بریا لور ته سوق کړو او د تنبلۍ، بې پروایی او کهالت څخه د وخت مدیریت په اساس سره نامحدوده تقویت او ځواک لاسته راوړو.
کتاب د علمي کتابتون په مالي لګښت په غوره صحافت چاپ کړی او زموږ ګران ملګري ګلاب بهار په روانه او ساده پښتو ژباړلی.
لوستونکي او شایقین کولای شي، چې کتاب د ښار له نږدې کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کړي.