ودان افغانستان ته خوشاله وم، نوم یې ښه را باندې لګیده او تر ټولو مهمه خبره دا چې وطن ته ژمن فرهنګي یاران مې په کې دیره ؤ.
ودان افغانستان تر یو څه وخت ښه روان ؤ، خو په تېرو ټاکنو کې یې ثابته کړه چې موږ د شمعو زړونه په هوا پورې تړلي ؤ.
د لومړي دور د ټاکنو په اړو دوړو کې عبدالغفور لیوال د کرزي په سترګک د زلمي رسول د پټې یار شو. ورپسې یې د ګوند ډیر غړي یو په بل پسې وروستل. لیوال که څه هم په خوله دا اقرار نه کاوه، خو کنایې یې مقصد رسوونکې وې.
په همدې وخت کې یې یوه عجیبه و غریبه خبرتیا خپره کړه او خپلو ټولو غړو ته یې وویل، چې تاسو هر خیرات ته ورتلی شئ. ما ته دا خبرپاڼه نه، د ودان افغانستان د سیاسي مرګ وروستۍ سلګۍ وه. هغه ګوند چې د وطن په مهمو حالاتو کې خپل ثابت دریځ نه شي څرګندولی، په کومه خوله د ودان افغانستان خبره کوي؟!
د لیوال هغه مریدان چې شپه او ورځ به د اشرف غني په ستاینو نه مړیدل، یو دم یې فکر ۳۶۰ درجې واوښته. یوه ورځ مې ولیدل، چې د اشرف غني ترڅنګ ولاړ دي، په بله ورځ د زلمي رسول د کمپاین په دفتر کې ناست ؤ. ښه نو داسې بې فکره او بې لومړیتوبه خلکه؟!
له ټاکنو وروسته د همدې ډلې ځینو؛ انزوا ته پناه یوړه او ځینې نور یې لا هم هماغسي ګرځي، شاید دوی هم په دې عقیده وي، چې حیا نه پیژني، دنیا هغو وخوړه.
ودان افغانستان په لومړي دور ټاکنو کې له ډیرو ریشخندیو وروسته په دویم دور کې له ډاکتر اشرف غني څخه ملاتړ وکړ، دا یې ښه وکړل، خو کاش په اوله دوره کې یې دا کار کړی ؤ. که دا کار یې نه کولی، په جار به یې ویلي ؤ، چې موږ له زلمي رسول سره یو. حد اقل خپل غړي او نور همفکره خلک به یې په مهمو شیبو کې داسې بې سرنوشته نه پرېښودل او سیاسي انتحار به یې نه کاوه.
ټاکنې تېرې شوې، تر دغه ځایه را ورسیدو، خو لیوال صیب یو ځل بیا د کرزي نغري ته ورغلی. له زلمي هیوادمل او نورو سره بیا غواړي له کرزي سره ولوبیږي، معلومه نه ده، چې دوی بیا څه کوي؟! خو دومره پوهیږم، هر څه چې کوي، د دې وطن خیر په کې نشته. لیوال صیب اوس د کنایو له سرحده اوښتی، اوس په جار د موجوده حکومت پر خلاف خبره کوي، خو کاش دغه خبرې د کرزي د مغرضې لوبې برخه نه وی. کاش دا نیوکې د ودان افغانستان لپاره وی.
لیوال صیب ته او ستا نور یاران لا هم وخت لري، چې د خپلې ماضي اشتباهات جبران کړئ. که بیا د کرزي له نغري په دې وطن کې اور بلوئ، نو بیا خو د ودان افغانستان ناره هسې یو فریب دی. بیا هم درنه هیله کوم، چې ترکستان ته مه ځئ.