۱۳۹۳/۱/۱۲
په وردګ ولایت ۱۱ طالبانو او ۲ملي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک او نرخ ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو او نښتې په ترڅ کې اته وسله وال طالبان وژل شوی،درې ټپیان دي او یو بل له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره ژوندی نیول شوی دی.
د چک ولسوالۍ په بکسمند او خلیلي سیمو کې د تېرې شپې عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي،همدا راز د وسله والو طالبانو په برید کې بیا د ملي اردو دوه سرتېرې هم ټپیان شوي دي .
په نرخ ولسوالۍ کې هم تېره شپه امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې نورټپیان دي .
یو وسله وال طالب په مرکز میدان ښار کې له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره یو ځای د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی ونیول شو.
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې ټولټاکنو ته د زمینې برابرولو په موخه له تېرې یوې میاشتې ًراهیسې د امنیتي ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پرلپسې عملیات روان دي .
په لغمان کې د مخالفو وسلوالو په یو راکټي برید کې ۲ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن د څلور بجو په شاو خوا کې د االینګار ولسوالۍ په پړوايي سیمه کې مخالفو وسلوالو د ملي اردو په یوې پوستې له لرې واټنه دوه راکټونه را توغولي چې له پوستې وړاندې په پلې لاره لګیدلي او له امله یې یو تن نارینه شهید شوی او یوه میرمن ټپي شوې ده چې دا مهال په کلینک کې تر درملنې لاندې ده.
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د مخالفو وسلوالو دغه عمل چې له امله یې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې په کلکه غندي، شهید ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت او ټپي میرمنې ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لري.
دفاع وزیر د وردک ولایت امنیتي وضعیت ښه وباله
د ملي دفاع وزیر سترجنرال بسم الله محمدي،چې د یو لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ یې نن (دوشنبه) میدان وردګو ولایت مقام کې د دغه ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي او میشتو امنیتي ځواکونو سره غونډه درلوده،ډاډ څرګند کړ،چې په دغه ولایت کې د ټاکنو ترسره کېدو په موخه امنیتي وضعیت ښه دی .
نوموړی د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: یو شمېر بهرنۍ کړۍ هڅه کوي،چې روانې ټولټاکنې په امنیتي لحاظ له ستونزو سره مخامخ کړي،خو په وینا یې امنیتي ځواکونو په ټول توان سره هڅې پیل کړي،ترڅو دغه ټاکنې په ښه امنیت سره ترسره شي .
د ملي دفاع وزیر ژمنه وکړه،چې میدان وردګو ولایت ته به ځانګړي افغان ځواکونه هم راولیږدوي،ترڅو له نورو امنیتي قواو سره د اړتیا پرمهال همکاري وکړی .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې په دغه ولایت کې په امنیتي برخه کې د مثبت بدلون لامل د امنیتي قواو ترمنځ ښه همغږي په ګوته کړه .
نوموړی همدا راز ډاډ څرګند کړ،چې په دغه ولایت کې ټولې نظامی او ملکي ادارې د شفافو او رڼو ټاکنو ترسره کېدو په موخه هلي ځلي کوي .
په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس،امنیه قوماندان او یو شمېر نورو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت په امنیتي وضعیت د ملي دفاع وزیر ته معلومات ورکړل .