د میدان وردګ فکري بنسټ ، خوځښت ، ځوان غږ او د میدان ملي پیوستون د ټولنو مشرانو او مدني فعالینو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجنیر محمد خان سره وکتل.
د یادو ټولنو استازیو لومړي مرستیال ته په میدان وردګو ولایت کې دسیمه ایزې کمزورې حکومتولی ، اداري فساد ، او په میدان ښارکې دموجوده مافیا په اړه معلومات ورکړ.
دوی په میدان وردګو ولایت کې د والي ځونډي ګل زماني له کارکړنو ناخوښي وښوده او هغه یې په کمزوري مدریرت او اداري فساد کې ښکیل وباله.
د ټولنو ازستازو په میدان وردګو ولایت کې د بیارغونې ، زرعتي ، روغتیا او معارف خدمتونه خورا زیات کمرنګه وبلل او له لومړي مرستیال څخه یې وغوښتل ترڅو مرکزي حکومت ورته پاملرنه وکړي.
لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د مدني ټولنو له استازو مننه وکړه چې غوښتنې یې شخصي نه بلکې په ملي محور ورټولې دي نوموړي ډاډ ورکړ چې مرکزي حکومت به میدان وردګو ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هڅه به وکړي چې په دغه ولایت کې شته ستونزو ته حل لاره ومومي.
په دې وروستیو کې د میدان وردګو ولسونو په ځانګړې توګه ځوانان دوالي د ادراي فساد او همدارنګه د په دغه ولایت کې له موجوده مافیایي کړیو څخه سرټکوي چې د (میدان وردګ وژغوری ) ترسلیک لاندې ېې ګډه مبارزه پیل کړې .
مطبوعاتي دفتر
د فلیپین رئیس جمهور اعلان کړی چه مفسدین له هلیکوپتر نه لاندی راغورځوم یا لکه چین چه تیرو کلونو کی د اورګاډی وزیر یی پخپله شعبه کی په دار وځړاوه.
نو مؤمن حکام او قضات دی شرعی حدود جاری او په یوه میاشت کی فساد او مفسدین به ان شاءالله تری تم شی او ملت به آرامه سا وباسی او انسانیت به رشد وکړی ، امن به حاکم او اجنبی پالونکی او ملیشی یی هم پردی ټوپک وغورځوی او باعزته ژوند به پیل کړی نوبماانزل الله باندی حکم دا توان لری فقط عمل او ضد مفسدین اعلان جهاد ،هذا هوالحل فقط.