د ولسوالیو د ۶ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ

د میدان وردګو ولایت، سیداباد،چک او نرخ ولسوالیو د ۶ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د چک ولسوالۍ د مداد لوبډلې په بریا سره  نن ( سې شنبه ) پای ته ورسیدې .

د میدان وردګو ولایت د بدنی روزنې امریت له لورې د سیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سیمه کې دغه برابر شوې سیالیو په پایلوبه کې  د چک ولسوالۍ د مداد او د نرخ ولسوالۍ ده حیات لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه .

د پایلوبې په ترڅ کې د چک ولسوالۍ د مداد لوبډلې وکولای شول چې درې سیالیو څخه د دوو لوبو په ګټلو سره ده حیات لوبډلې ته ماتې ورکړي او د دغه لوبو لومړی مقام ترلاسه کړي.

1د  پایلوبې په مراسمو کې ولسوالانو،د ولایتي شورا غړي وحیدالله اکبرزوی او سلګونه نندارچیانو ګډون کړی وو،چې د مسؤلینو له لورې لوبغاړو ته نغدي انعامات،ډالۍ او کپونه ورکړل شول.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *