د میدان وردک والي وايي، ځیني رسنۍ او د ولسمشرۍ نوماندان د ولسونو د رایو سپکاوی کوي.
د غه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن (دوشنبه) د ولایت د ادارو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وکړ او زیاته یې کړه،د ولسمشرۍ نوماندان او یو شمېر رسنۍ دې د ولسونو د مېړانې ستاینه وکړي .
هغه زیاته کړه،د ۵۰۰ په شاوخوا کې مو د مرګ ژوبلې په ورکړې سره ولسونو به پراخه توګه د خپل ولسمشر د ټاکلو په موخه خپلې رایې وکارولې،لازمه ده،چې د ولسمشرۍ نوماندان د دوی دغه مېړانه بې ارزښته ونه ګڼي او د خپلو خبرو پرمهال د ولسونو د رایو له توهین څخه ډډه وکړي .
د میدان وردګو د والي په وینا یو شمېر رسنۍ هم تعصبي کړنۍ ترسره کوي،چې ځینۍ وخت په کې د ولسونو د رایو توهین هم ترسره کیږي،چې دغه عمل ممکن د ولسونو د سخت غبرګون لامل شي .
نوموړی وایي که دکومې سیمې د ولسونو رایې کومه ډله تقلبې ګڼې نو د شکایتونو خپلواک کمیسون د همدغه موضوعاتو د څېړنۍ په موخه کار کوي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو پرمهال د میدان وردګو د ولسونو د مېړانۍ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،دوی ژمن وو،چې په هر ډول شرایطو کې خپل راتلوونکې ولسمشر د ټاکلو په موخه رایه وکاروي.
هغه د میدان وردګو ولایت له ټولو امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه،چې دوی تخریبي کړیو ته اجازه ورنکړه،چې د رایې ورکونې بهیر ته زیان ورسوي .
د میدان وردګو ولایت د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د معلوماتو له مخې،د دغه ولایت ۲۸۰ زره وګړو په دویم پړوا ټاکنو کې برخه اخیستې .
په درنښت
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند