بسم الله الرحمن الرحیم
د ورد ګو ولایت د د يني عالمانو د شورا مشر مولوي شرین شجاعت د شهات په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام.

د کب د میاشتې ۱۱مه نېټه داجرائیه ریاست د لومړي معاونیت دمطبوعاتي دفتر اعلامیه

د افغانستان داسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال د میدان وردګو ولایت د د دیني عالمانو شورا د مشراود جمعیت اسلامي افغانستان ولایتي امیر مولوي شرین شجاعت په مړینې سخت خواشینی شوی دی.

مولوي شیرین شجاعت چې د سره پوځ پروړاندې د جمعیت اسلامي لخوا په دغه ولایت کې نظامي قوماندان او ددې ولایت جهادي امیرو؛ اودتیرو ۱۳کلونوراپدیخوا دهیواد ددیني عالمانو د شورا غړی او ددې ولایت ددیني عالمانود شورا مشر، د قوم خدمتګار، سوله خوښوونکی او سپین ږیری مشر وو چې  پنځه ورځې وړاندې د سولې او وطن د د ښمنانو لخوا د شپې پرمهال د کابل ښار دپنځمې حوزې اړوند دخوشحال مینې څلویښت متره سړک ته نیږدې په خپل کور کې په داسې حال کې چې په خواږه خوب ویده وو په ډزو وویشتل شو چې دهغو ټپونو له امله يې تیر ماښام  د کابل د ایمریجنسي په عاجل روغتون کې ساه ورکړه .

انا لله وانا الیه راجعون

د اجرائیه ریاست لومړی معاون انجینیر محمدخان د نوموړي په مړینه سخته خواشیني څرګنده کړه او د هغه مرګ يې یوه ستره علمي ضایعه  وبلله ارواښا د ته دالله تعالی جل جلاله له دربارڅخه د جنت الفردوس ، کورنۍ، دوستانو، دیني علمای کرامو او د ورد ګومجاهد ولس ته د جمیل صبر اوجزیل اجر او قاتلانوته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه او له اړوندو دولتي ارګانونو څخه يې په کلکه غوښتنه وکړه ترڅو د دې پېښې د عاملینوپه نیولو اود قانون منګلوته په سپارلو کې هراړخیزې هلې ځلې وکړي

One thought on “د وردک ولایت د علماوو شورا د رييس پر شهادت خواشیني”
  1. مولوی صاحب د الله وبخشی کورنی ته یی د الله صبر جمیل نصیب کړی خو مولوی صاجب هم تر مګر ورڅی د دناولی سیاست نه لاس وانه خسیت اوس ده ته پکار وه چی یوازی د الله پاک عبادت یی کولی د تنظیم او تنظیم بازی نه تیر وی او ده داسی شرمیدلی تنظیم نمایندګی هم کوله چی تش په نامه جهادی تنظیم وو په جقیقت کی یو نشنلستی او سیتمی تنظیم وو او پنجشیری تنظیم او بس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *