سید عبدالله وزیري –
د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د پخوانۍ استادې آغلې ساره سادات څېړنیز اثر په کتابي بڼه د رفیع کلتوري او مدني ټولنې له خوا چاپ شو. دغه کتاب چې ټول ۲۱۰ مخه دی په ښه کاغذ او رنګینه پوښتۍ چاپ شوی دی. د کتاب مالي لګښت د سیدانو کلتوري ټولنې ورکړی او په ننګرهار کې مومند خپرندویې ټولنې یې تخنیکي او چاپ چارې ترسره کړي دي.
په دې کتاب کې د وردګو فولکریک ادب تر څېړنې لاندې نېول شوی او په وردګو کې د واده دود او دستور پکې سپړل شوی دی. د بېلابېلو مواقعو سندرې پکې راټولې شوې او د شفاهي ادبیاتو د راټولولو یوه ښه هڅه ده. استاد ساره سادات د خپل څېړنیز اثر په سریزه کې لیکلي چې دا څېړنه یې په خپله د وردګو په ځینو کلیو کې ترسره کړې ده او د ښځینه وردګو له خولې یې اورېدلې سندرې ثبت او په دې کتاب کې ځای کړې دي. نوموړې د خپلې څېړنې په وخت کې د ګڼو ستونزې او ننګونو یادونه هم کړې ده او تر ټولو لویه ستونزه یې نا امني او د سیمه ییزو خلکو د همکاري نه کول په ګوته کړي دي.
یاد کتاب د شفاهي ادبیاتو نورو څېړونکو ته ښه لاسوند دی او عامه وګړي د دې کتاب په مرسته کولای شي د وردګو سیمه ییز دودونه او رواجونه د واده د مراسمو په هکله زده کړي. د دې ترڅنګ د دې اثر تر ټولو مهمه ځانګړنه د واده د دودونو او سندرو خوندي کول دي. چې تر ډېره اوس هم د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، تر دې چې په ښار کې زیاتره دغه دودونه اوس نشته. زه د ادب ټولو مینه والو ته د دغه کتاب لوستل ګټور بولم او تمه لرم چې زموږ نور څېړونکي هم د خپلو څانګو سره سمې څېړنې او پنځونې وکړي او هغه په چاپي بڼه تر هېوادوالو ورسوي.
په اوسني پېر کې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره د هر ډول علمي، ادبي او ټولنیز کتاب لیکل، ژباړل او چاپول اړین دي. رفیع کلتوري او مدني ټولنې او د سیدانو کلتوري ټولنې هر کله د پښتو ژبې او فرهنګ د بډاینې لپاره ډول ډول علمي کتابونه خپاره کړي دي. دا کتاب هم د دواړو ټولنو د هلوځلو په پایله کې چاپ شوی دی.
دا چې په نژدې راتلونکې کې به د وردګ پېژندنې سیمینار جوړ شي، نو ځکه دغه کتاب هم رفیع کلتوري او مدني ټولنې د همدې سیمینار لپاره چاپ کړی دی. زه استاد ساره سادات او د ادب ټولو مینه والو ته د دغه کتاب د چاپېدو له امله مبارکي وایم.
تاسې کولای شئ یاد کتاب په کابل د اکسوس کتاب پلورنځي او نورو کتابتونونو او په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې څخه ترلاسه کړئ. په نورو ولایتونو کې به هم دا کتاب د یادو دوو کتاب پلورنځیو له خوا ووېشل شي.
سلامونه دا نوم سم کړئ
وزیری نه دی بلکې ولي زی دی. مننه
وردگ دپښتو ادب او هنر ته لاندی اشخاص تقدیم کړي دي
…وردک….وردږ ……وردک…….،ږردک،……وردک ……
په هنرکې خو وردګ جلا سبک لری چي د لوګر ساز ورته هیڅ دی د وردګو مشهور سندرغاړي عبارت دی له…… ورد……،وردګ
وردک تر اوسه هماغه خلک دی چی ساز او سندری ایشیدلی سرب کڼي