اورنګ مختار-

سږکال به د کانکور په ازموينه کې د ميدان وردګو د ولايت پوهنتون ته سل تنه محصلين د کرنې په پوهنځي کې جذب شي، پر دې سربېره دغه ولايت ٥ انستيتيونه، څومسلکي ليسې، ديني مدرسې اوگڼ شمېر عالي لېسې، منځني او دلومړنيو زده کړو ښوونځي لري، چې   ١٦٢٥١٩ زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي.

د دې ولايت لپاره د پوهنتون جوړېدل او په ګڼوښوونځيو او ديني مدارسو کې زموږ د زده کوونکو( نجونو او هلکا نو ) ګډون که څه هم زموږ د ولس لپاره د وياړ خبره او زموږ د ښې راتلونکې لپاره زېرى دى، خو دا بايد ومنو چې زموږ تعليمي او تحصيلي چارې لا هم ډېرو هلو ځلو ته اړتيا لري څو زموږ ټول ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان د ٢١ پرمختللې نړۍ په روان بهير کې د تعليم او تحصيل له خواږه نعمت څخه برخمن شي ، ځکه چې د اسلام په سپېڅلي دين کې زده کړه د هرچا حق دى او د پوهنې وزارت داشعار چې وايي ( زده کړو د ټولو لپاره) بايد عملي شي ، منو چې موږ په دې برخه کې له يو شمېر نورو ولايتونو مخکې يو، دا هم بايد قبوله کړو چې په دې برخه کې يو لړ ستونزې او خنډونه شته چې زموږ کوچنيان او ځوانان يې له امله د تعليم او تحصيل څخه لېرې ساتلي دي، سره له دې چې زموږ خلک د ښوونې او روزنې سره ډېره علاقه لري او زموږ ولايت پلازمېنې کابل ته ډېر نږدې پروت دى، خو لا هم په ګڼو ښوونځيو کې د مسلکي استادانو د کمښت ستونزه، د ولايت جغرافيوي جوړښت ته په کتو په يو شمېر لېرې پرتو کليو کې د ښوونځيو نشتوالى ، نا امني او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالى ، هغه لاملونه او ستونزې دي چې زموږ د پوهنې په لار کې خنډ دي او له امله يې په لسګونه زره دتعليم مستحق ( هلکان او نجونې) له کيفي ښوونې او روزنې څخه بې برخې دي. ځکه هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري زده کوونکي يې اړ دي د اوړي په ګرمه هوا کې په ګرد او غبار کې درس او د مني او پسرلي په يخو او باراني هواګانو کې درس ولولي چې دا هم د تعليم له شان سره نده برابره او په يخ او باران کې ترشنه اسمان لاندې درس ويل ناشونى کار دى، يا هم داچې زده کوونکي ديخ او باران په ورځو کې   ښوونځي ته حاضر نه شي، دا دواړه حالته په باران ، ګرمي، يخ او دوړو کې تر شنه اسمان لاندې درس ته کيناستل يا د ښوونځي روخصتيدل هغه ستونزې دي چې زموږ زده کوونکي ورسره مخ دي، دا کار که له يوې خوا د پوهنې بهير ته ستر زيان دى له بل پلو څخه زموږ د زده کوونکو روغتيا هم له ګواښ سره مخ کوي، پر دې سربېره د ښځينه ښوونځيو کموالى او په ځينو سيمو کې نشتوالى او يا تش په نامه شتون او په دې لار کې پرتې ستونزې او نا امنۍ هغه نور لاملونه دي چې زموږ زده کوونکي ورسره لاس او ګرېوان دي، چې ولس او چارواکي بايد په ګډه له دغو ستونزو سره مقابله وکړي.

د پورته ټولو ستونزو لېرې کول د ټولو لوړو پوړو چارواکو، په ولسي جرګه کې د دې ولايت د استاذو، مخورو، ديني عالمانو ، قومي مشرانو او د پوهنې وزارت ګډو هلو ځلو ته اړتيا لري څو زموږ ټول ماشومان ( نجونې او هلکان ) د علم له ستر نعمت څخه برخمن شي.

د دې ولايت ته د پوهنتون منظورېدل که څه هم زموږ د ځوانانو لپاره يو ښه زېرى دى، خو په دې برخه کې د ستونزو او خنډونو هېرول به ستره تېروتنه وي، زموږ متنفذين، چارواکي او د وولسي جرګې غړي او د پوهنتون رهبري ستر مسئوليت لري چې دا پوهنتون په پښو ودروي او زموږ ځوانانو ته د نورو ولايتونو د ځوانانو په څېر په خپل ولايت کې د تحصيل زمينه مساعده شي، د دې پوهنتون سره شوې ژمنې بايد د لوړو زده کړو وزارت پوره کړي او د پوهنځيو شمېر يې زيات کړي او د ودانۍ جوړولو چارې ېې پيل کړي، ځکه چې د ميدان وردګو ولايت ټولې موجوده ستونزې يوازې او يوازې د ښه تعليم اوښه تحصيل په برکت سميدلاى شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *