خبریال: اورنګ مختار- نامعلومو ��سله والو نن سهار د ميدان وردګ ولايت د مالي او اداري چارو رييس حاجي پيرمحمد کوچى وواژه.

نوموړي له تيرو شاوخوا ٣٨ کلونو راهيسې په ميدان وردګ ولايت کې مختلفې دولتي دندې اجرا کړي دي.

پيرمحمد کوچى نن سهارشاوخوا ٨ بجې په داسې حال کې ووژل شو چې نوموړى په مرکز ميدانښار کې له خپل کور څخه دفتر ته په لاره و.

د ميدان وردګ سرپرست والي عبدالمجيد خوګياڼي د ده مړينه ستره ضايع بللې ده او ويلي يې دي چې د دې بې رحمانه قتل په اړه څېړنې روانې دي.

دسيمې يو شمېر اوسيدونکي وايي، پيرمحمد کوچى په تومانچه ویشتل شوی دی.

پيرمحمد کوچي شاوخوا شپيته کاله عمردرلود، څو ځله يې د سرپرست والي او د جلريزد ولسوال په توګه هم دنده تر سره کړې وه.

تراوسه پوري کوم چا یا کومې ډلې د نوموړي د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د اکثرو دا ډول تروریستي بریدونو مسوولیت د وسله والو طالبانو په غاړه اچول کېږي. دا ډله هم د ځینو مسوولیت اخلي خو د ځینو ترورونو په اړه څه نه وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *