د چک نهه برجه لرغونې کلا

11 حوت (اول د مارچ)

ښايي ځیني قدرمن لوستونکي د دې جریان څخه خبر وي چې یو شمیر فرهنګي شخصیتونو له دوو کلونو راهیسې دا هڅه پیل کړې چې د بلخ، بامیان، هلمند، پکتیا یا یو شمیر نورو ولایتونو په څیر د وردګو پیژندنې علمي سیمینار جوړ کړي. باید عرض وشی چی د دی سیمینار د جوړیدو له پاره ډیر دروند کار شوی، له ډیرو پوهانو، علمي شخصیتونو، لیکوالانو، څیړونکو، کارپوهانو، دولتي چارواکو، قومي شخصیتونو او اورګانونو سره خبرې او مشورې شوې چی ځینو مثبت غبرګون ښودلی او ځینو هیڅ عملی کار نه دی کړی. پخوانی او اوسنی دولتی چارواکی په دی برخه کی لومړی ځای لری.

په هر صورت د سیمینار د کمکی کمیتی د هڅو په پایله کې تر اوسه دا مقالې د سیمینار سکرتریت ته   رسیدلیي:

  1. استاد حبیب الله رفیع، (د خوات د خروشتي ډبرلیک لوښي)،
  2. پوهاند غلام جیلاني عارض،(نقش غازي محمد جانخان در جنګ دوم افغان و انګلیس)،
  3. څیړنوال عبدالحکیم رامیار، ( د وردګو اقتصادي پراختیا، امکانات او ستونزې)،
  4. پوهاند مجاور احمد زیار،( ویهارادک – وردک)،
  5. انجنیر محمد عارف رسولي،(د وردګو د بیوزلۍ د ورکولو لارې چارې)،
  6. ګل آغا احمدي،( ښوونه او روزنه په وردګو کې)،
  7. ګل آغا احمدي، ( د وردګو د واده دود)،
  8. احسان الله ارینزی،(د خواجه اسمعیل شنیزي ژوند او مزار)،
  9. محمدنبي ساحل، (مستوفي حبیب الله وردګ، تدبر او دیپلوماتیکې هڅې)،
  10. داکتر خالق رشید،(د وردګو ډیر جغرافیايي نومونه سانسکریت دي)،
  11. حبیب الرحمن رحیمي،( په ګلدره کې د تقویم نښې)،
  12. پوهنوال رسول باوري، (په وردګو کې د لرغونو سیمو او آثارو لنډ جاج)،
  13. حیات الله حلیم،( د جغتو برله باد)،
  14. زبیر شفیقي، ( د جهاد په لویه حماسه کې د وردګو رول او ونډه)،
  15.     څیړندوی بخت محمد بختیار،( د افغانستان اساسي قانون او محلي اداره)،
  16. عبدالودود بشریار،(شنیځ  د پښتو یو زوړ ویی دی)،
  17. عبدالودود بشریار،( وردګ او وردګي)،
  18. لیلا خرم، (وردګ او وردګي ټبر)،
  19. اورنګ مختار،( د وردګو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي ژوند ته یوه کتنه)،
  20. پوهنوال سلطان محمد انصاري ،(جغرافیای عمومی ولایت میدان وردګ)،

د یادولو وړ ده چې یو څو نورې مقالې تر کار لاندې دي او زر به تر لاسه شي.

  • احسان الله آرین زی، د پوهاند ډآکتر عبدالقیوم  وردګ ژوندلیک.
  • صادق ژړک، د کوټی وردک ښاروال،
  • داکترهدایت الله، د یوسف خیلو د  اخندزاده  ژوند لیک .
  • استاد لطف الله صافي، د ښوونې او روزنې په رڼا کې د وردګو جغرافیه .
  • ډاکتر ویس وردګ، د وردګو امنیتي حالت ته یوه کتنه .
  • اورنګ مختار، د عبدالعلي مستغني ژوند ليک ،
  • استاد سیستاني، نقش مردم وردګ و هزاره در پادشاهي حبیب الله کلکانی،
  • استاد محمد عظم عظیمی ،پلان ده ساله انکشاف اقتصادی و اجتماعی ولایت میدان وردګ،
  • سردار روشن،د پخواني والي احمد شاه روشن ژوند لیک .
  • احسان الله آرینزی، د وردګو د کلیو په هکله لنډ معلومات،

ضمناَ په پام کې نیول شوي چې هغه مقالې چې پخوا د غازي محمد جانخان د سیمینار په هکله لیکل شوې وې د دې سیمینار د مقالو د ټولګې په کتاب کې هم ونیول شي او هغه دغه لاندې مقالې دي:

  • حیات الله حلیم، د غازی محمد جان خان وردګ ژوند او مبارزه،
  • څېړندوی حبیب الله رفیع ، غازی محمد جان خان د اولس په زړونو او د اولس په سندرو کې.
  •       رسول باوري، (غازی محمد جان خان وردګ او د هغه په نوم یاده شوې یوه سکه)،
  •        محقق محمد فاضل شریفی، (عازی محمد جان خان قهرمان با عزم و بی ادعا)،،
  • سید امین مجاهد، غازي محمد جان خان او د هغه ولسي او پوځي نفوذ،
  • معاون سرمحقق عبدالحکیم صافی، جنګ دوم افغان و انګليس و نقش غازی محمدجان خان درين جنګ،

د سیمینار له پاره دغه کتابونه چاپ ته چمتو دي:

  • ډاکتر خالق رشید، غازي محمد جانخان د هند د برتانوي آرشیف د یو لیک په غور چاڼ کې،
  • اورنګ مختار، د وردګو کلتوري یون،
  • ډاکتر محمد نعیم سلیمي.د انجیو گانو رول د وردگو ولایت په بیارغاونه کې،
  • حبیب الرحمن، د ګوربت لمن،
  • فرقاني. وردګ د نیکمرغۍ او بدمرغۍ تر منځ،
  • ساره سادات، د وردګو ښځینه شاعرانو کلیوالي شعرونه،
  • د همدې سیمینار د مقالو مجموعه

په پای کې د یادولو وړ بولم چې په تیرو څو میاشتو کې ځینو حضراتو له دې سیمینار سره د لوجیستیکي، خدماتي، فرهنګي او مالي مرستې غږ کړی وو.

هغه کارونه چې پاتې دي خو دوستانو یې پړه په غاړه اخستې ده:

ü    د وردګو د پخوانیو کالیو نندارتون. چې آرین زي صاحب او ډګروال روحاني پرې کار کړی.

ü    د اتڼ ګروپ او هغوی ته جامې. دا کار تر اوسه دوطلب نه لري.

ü    د وردګو، لیکوالو، محققینو، ژباړونکو او فرهنګیانو د کتابونو نندارتون او د هغه ویشل په ګډونوالو، چې مسولیت یې ښاغلي حسیب کلیمزي په غاړه اخستی وو او په خپله ژمنه ولاړ دی.

ü    د مشهورو سیمو او مشاهیرو عکسونه ښاغلي نعیم حقمل په خپل شخصي لګښت منلي وو چې د امنیتي ستونزو له امله یې بښنه وغوښته او ښاغلي اورنګ په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ü    فرقاني صاحب ژمنه کړې چې د خپل والد صاحب څو کتابونه به د سیمینار ورځې ته چاپ او تیاروي.

څو یادونې!

  1. د دې سیمینار د جوړولو چارې اوس دا کمیټه پر مخ وړي:

احسان الله آرینزی، استاد حبیب الله رفیع، استاد بختیار،استاد سید عمر، حاجي خان، ډاکتر سلیمي، محموده تقوی

انجنیر محمد یوسف، انجنیر محمد عارف رسولي، قریب الرحمن شهاب او اورنګ مختار.

  1. دې کمیټې تر اوسه له هیچا څخه هیڅ راز مالي مرسته نه ده اخیستې، خو دا یو کار دی چې پرته له مالي مرستې یې پر مخ بیول امکان نه لري.
  2. سپوږمۍ رادیو د دې سیمینار دوه کتابونه چاپوي.
  3. بهیر مطبعه د دې سیمینار دوه کتابونه چاپوي.
  4. په کابل کې د وردګو محترم ملي، دولتي او ټولنیز شخصیتونه او پانګه وال د خبر وي چې له سیمینار سره هر ډول علمي ، فرهنګي او نورې مرستې کولی شي.
  5.  د وردګو د پخوانیو او معاصرو شخصیتونو او کورنیو د پیژندګلوۍ له پاره په ځل ځل د دوی له کورنیو سره خبرې شوې خو تر اوسه کوم چا څه ندي چمتو کړي.

6.سیمینار به ان شا الله د جوزا په میاشت کې په کابل او میدان ښار کې جوړیږي.

  1. د ځینو پخوانیو شخصیتونو لکه جنرال شهاب الدین شنیزی، وزیر غلام محمد خان، غازي کریم خان او نورو د ښې پیژندګلوۍ له پاره سخته اړتیا ده خو تر اوسه چا د څه د لیکلو ژمنه نه ده کړې.
  2. په راتلونکي یوه میاشت کې به د کار د پرمختنګ بل راپور هم درسره شریک شي.

مننه

 احسان الله آرینزی

3 thoughts on “د وردګ پیژندنې سیمینار، د کار د پرمختګ راپور”
  1. ډېر ښه ګام دی مګر په دې برخه کې ښاغلي عبد الودود پښتونځار او ښاغلي توریالي ملیار هم ځینې هڅې کړې او پخوا یې ځيڼې لیکنې خپرې شوې که له هغوی سره هم اړیکه ونیول شي غوره به وي.

  2. سلام! دغه خو یو ډیر د ستاینی وړ او هڅونکۍ کار دۍ، پځانګړی توګه چی د نومړی کار واګی د ډیرو درنو اومخلصو وردګو په لاس کی دی، چی له لوی خدای(ج) څخه ورته توفیق غواړم، او غواړم د درنو څیړونکیو،شنونکیو او لیکونکیو توجه یوه بل ټکی ته را واړوم او هغه دا چی د وردګو اوسیدونکی د تعلیم او زده کړی ډیر لیواله دی او پدی ډګر کی یی ډیر پرمختګ هم کړیدۍ، مګر غمیزه یی دلته ده چی دغه تعلیم او زده کړی په ډګر کی د وردګو نجونی ډیری وروسته پاتی دی او یا خو اصلا دنشت پحساب دی، دلته ذهینت تر ډیره بریده د نجونو د زده کړی خلاف دۍ، او په همدی توسن د نجونو لپاره ښوو نځۍ چی د لیسی تر کچی وی نشته! پدی به زما څخه څوک خوا بده نکړی چی زه دغه خبری او حقیقت په بربنډه بڼه وایم زه همدا اوس د يشپیتو کالونویم او لوړی زده کړی هم لرم، مګر ما د دغه طلسم جرړو ته لاره ونه موندله چی ستونځه چیری ده؟ما داسی وردګ کورنۍ لیدلی دی چی مشر یی ډاکټر ،انجینر یا هم ښوونکۍ او دولتی ماموردۍ،مګر لوڼی یی شپني،غوبنی لویی او واده شوی، خپلی تورسری کابل ته بیایی چی درملنه یی په ښځینه نسایی ډاکتره وکړی،مګر پخپلو لوڼو باندی درس نه وایی او ښوونځۍ ته یی نه پریږدی، کوم وردګ چی د لوڼو د درس او زده کړی شوقی وی بیا نو مجبوردۍ چی په کابل کی کور په کرایه کړی او په پټه خپلی لوني ښوونځۍ ته واستوی او پخپل کلی کور کی هم درواغ ووایی چی والله زوی یی هلته یوازی دی د اخلی پخلی او کالیو مینځلو یی څوک نشته! مګر کله چی یی لور زده کړی وکړی اوخلک ورباندی خبرشی بیا نو د واده کولو په موخه د خواستګارانو لیکه ورته ولاړه وی.نو زه هیله کوم چی پدی اړه درانه څیړونکی خپلی لیکني،شننی او څیړنی وکړی.په درنښت

  3. څومره د خوښۍ خبر دئ چئ زمونږمړتاریخ په خیره سره بیرته را ژوندئ شي۰
    مـحمـد جان خان غازي خاکساروینـم «««»»» په خـــاورو پــټ په زرنګار وینم
    قـــیــــوم وردک ورسـره یــارویـنـــم «««»»» دأسې ځوانان زه وار په وار وینم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *