تور ماښام د کندوز د نا امنه ښار رڼايي خپلو منګولو کې د تورې شپې په لور روانه کړې وه. حليمه د انور په انديښنو کې د پريشانۍ په سمندر لاهو وه او د درې کلن اجمل سره يې خبرې کولې، لالا دې رانغی، زويه خدای دې خير کړي، توره شپه شوه، پلار دې هم کور کې نشته. لوی دوکان يې يو بڅرکي ماشوم ته پريښی. نپوهيږم څه وکړم، څوک ورپسې وليږم؟ چيرته لاړه شم، حليمې، کرۍ شپه خوب ونه کړ. هغه وخت به يې پريشاني نوره هم زياته شوه چې د تيرې شپې خوب به ور په ياد شو، چې انور ترينه خړو اوبو ويوړ. سهار وختي يې ايمل او اجمل په خواږه خوب ويده پريښودل، چادري يې په سر کړه، پيکۍ يې غيږ کې واخيسته او د انور په لټه له کوره ووته.
د کندوز ښار ټولې کوڅې، سپينو واورو پوښلې وې. پيکۍ لکه پاڼه د مور غيږ کې رپيده، کارغانو خپلو سندرو ته زور ور کړی وه، له هره خوا خلکو له بامونو واورې راغورځولې، حليمه ستړې ستومانه د بازار په لور روانه وه. لږ ساعت وروسته، د انور تړلي دوکان ته ورسيده، د چوکيدار نه یې د انور پوښتنه وکړه. چوکيدار وویل، انور خو پرون وروسانو میدان ته بیولی، ته څنګه مور يې چې اوس يې پوښتنه کوې. حليمه په ژړا کور ته راستنه شوه خپل عزيزان يې د انور په حال خبر کړه. د څو ورځو لټولو وروسـته خبره شوه، چې انور د سه درک سيمه کې، د وروسانو او مجاهدینو ترمنځ جګړه کې شهید شوی او خپل عمر يې دوی ته وربښلی. له هغې ورځې وروسته بيا د حليمې سترګې وچې نه شوې د خپل هوښيار او مهربان زوی په ياد يې مدام اوښکې تويولې.
انور د اتو کلو ګلالی ماشوم، د پلار مشر زوی په پيکۍ ايمل او اجمل ډير مهربانه وه. څو ورځې وروسته مامور عبدالهادي کور ته راستون شو. دا خبره يې زړه ته نه لويده چې انور دې شهيد شوی وي. خو له ناچارې ورځې يې په هغه ځای کې څو جنډې ودرولې په کوم ځای کې چې (( ذال خان )) قوماندان د وروسانو هغه ټانګ چې انور هم پکې سپور وه، په راکټ ويشتلی وه. او بيا يې د نازولي انور فاتحه د خپل محل په جومات کې واخيسته، ورځ تربلې د انور غم سړيده، مياشتې کلونه په مينځ کې ووتل.
ايمل او اجمل ځوانان شوي وه پيکۍ هم واده وه مامور عبدالهادي د دوستم او مسعود يوه خونړۍ جګړه کې په شهادت رسيدلی وو. خو له بلې خوا انور له هغې پيښې ژوندی پاتې وو. چې څو کاله وړاندې د کندز سه درک نومې سيمه کې پرې تحميل شوې وه او وروسانو د علاج لپاره آلمان ته ليږلی وه. وروسانو غوښتل د هغې پيښې تحقيق له انور نه وکړي چې د ده د دوکان په مخکې د (( قمبر)) په نامه يو مجاهد دوه کسه وروسان په توره وژلي وه اوبیا د ده په دوکان ورننوتی وه، خو خبره تحقيق ته ونه رسيده، چې انور سخت ټپي شو او تر آلمانه ورسيد، او په آلمان کې د داکتر مرينه لاس ته ورغی. داکتر مرينه د جراحي څانګې پياوړې او نامتو ډاکټرې، انور له کاملې روغتیا وروسته ښوونځي کې شامل کړ په خپلو ټولو امکاناتو يې د خپل اولاد په شان وروزه. خو دلته کندوز کې د اسلامي انقلاب ورستيو کلونو کې چې خپل منځنۍ جنګونو زور اخسيتی وه د يو ښار نه بل ښار ته تګ راتګ ساده کار نه و، هره خوا قتلونه، غلاوې، وهل او ټکول و. خو له بل لوري انور په همدغه وخت او زمان کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې او د طب له پوهنځي فارغ شو. نور نو آلمان ځای نه ورکاوه، داکتر مرينه ډیر نصيحتونه ورته وکړه، چې افغانستان ته مه ځه، هلته حالات ښه نه دي خو په انور يې اثر نه کاوه، او تل يې د وطن په ياد اوښکې تويولې. داکتر مرينه ناچاره شوه نور يې نو د انور خفګان نه شو زغملی زړه نا زړه يي افغانستان ته د تلو اجازه ورکړه.
انور د ډاکترمرينه نه مننه وکړه څو ورځې وروسته يې د پيسو او سوغاتونو سره چې داکتر مرينه ورته چمتو کړي و د افغانستان په لور حرکت وکړ. کله چې شيرخان بندر ته راورسيد له خوشحالۍ نه جامو کې نه ځايده له ځانه سره يې ويل بلاخره خپل خړپړ وطن افغانستان ته راورسيدم. حيران حيران يې يو خوا او بلې خوا کتل شيرخان بندر ته يوازې خپل نوم ورپاتې و نور پکې څه نه وه ، انور لا په مَه ړو سترګو د شيرخان بندرکنډوالې نه وې ليدلې، چې يو کس وسلوال پرې غږ وکړ (( وطندار کندوز ميري؟ )) انور ځواب ورکړ هو کندز ته ځم.
وسلوال کس چې د پرتوګ پايڅې يې پورته بډوهلې وې، په سر يې برګ څادر تړلی وو کلشينکوف په لاس خپل قوماندان ته غږ کړ قوماندان صيب! مسافر دی کندز ته ځي موټر راوله سامانونه يې ډير دي. قوماندان خپل ځوړ روسي جيپ راوست سامانونه يې ورواچول انور ته يې هم د ختلو امر وکړ راخيژه راخيژه وطنداره حالات ښه نه دي، چې له دي ځايه پښې وباسو، د جيپ قوماندان ښه مسلمان اوريښتنی مجاهد و، د انور سره يې ښه سلوک وکړ او دا خبره يې څو ځلی ورياده کړه چي خدای دې پرده وکړه چې زه درباندې پيښ شوم که نه تر ښاره روغ نه رسيدې، ددې وخت قوماندانان ټول ليوان دي زه هم قوماندان يم، خو تر اوسه مې د چا مال نه دی خوړلی. الله پاک دې وطن کې امنيت راولي چې دا کیسې ختمې شي، د قوماندان خبرې د انور خوښې شوې يو بوتل جرمني عطر یې ور کړه، قوماندان ترې مننه وکړه، او څو ساعته وروسته يې، انور د کندز په ښارکې له موټره کوز کړ. انور له لږ ځنډ وروسته خپل دوکان پيدا کړ، او دخوشحالۍ اوښکې يې په مخ را روانې شوې، دوکان کې ناست زلمي باندې يې د ايمل ګومان وکړ، پوښتنه يې ترې وکړه چې ايمل يې؟
دوکاندار حيران شو چې دا ښکلی ځوان څوک دی ايمل څه پيژني، دوکاندار ترې وپوښتل، ته څوک يې وروره؟ انور وویل زه د مامور عبدالهادي مشر زوی انور يم، ايمل او اجمل مې ورونه دي، دوکاندار انور وپيژنده ډيرخوشحاله شو، له ځايه را پاڅيده ځان يې معرفي کړ چې زه اسدالله د ايمل او اجمل ملګری يم، له روغبړ ورسته يې، انور له لاسه ونيوه دوکان کې يې په خپله چوکۍ کښيناوه، د خيري د کافي کباب يې ورته راوغوښت، ترڅو چي کباب پخيده انور خپله ټوله کيسه اسدالله ته وکړه چې څنګه ورسانو(۱۸) کاله وړاندې له همدې دوکان نه په وهلو او ټکولو ټانګ ته خيژولی وه، او اوس په څه ډول راستون شو. اسدالله هم د دې ځای له پيښو انور خبرکړ، چې پلار دې ډير درپسې ژړیده او تل به يې يادولې چې زما انور ژوندی دی، رابشي خو زه به نه یم. يو کال وړاندې چې مامور صيب په ډيره ژړا د خپلو سترګو ليد له لاسه ورکړى وه، او په کور ناستو.
جنرال دوستم په کندز حمله وکړه، په سلهاو بې ګناه خلک يې د روژې مبارکه میاشت کې په شهادت ورسول، چې مامور صيب هم د همدغه شهيدانو په کاروان ورګډ شو، او خپل عمر يې تاسو ته در وباښه. مور دې د ايمل او اجمل سره چهاردره کې اوسيږي. قوماندان سيدآغا چې ستا اوښی دی دلته کندز کې دتاسو خپل کور کې ژوند کوي. ايمل او اجمل کله ناکله د دوکان کرايې پسې راځي د مور احوال دې ترې اخلم هغه هم ښه ده. انور په داسې حال کې چې کتار کتار اوښکې يې په مخ راروانې وې د اسدالله خبرو ته غوږ نيولی وه کله چې د اسدالله خبرې ختمې شوې، انور ترينه هيله وکړه چې ما د قوماندان سیدآغا کور ته وروله. اسدالله بګۍ راوغوښته، انور يې د خپلو سوغاتونو سره بګۍ کې کښيناوه، خپله هم ورسره سپور شو.
بګيوان په ډيره بيړه، بګۍ د کندز په خړو پړو جنګځپلو کوڅو کې څو ځلې تاو راتاو کړه او نيغه يې د قوماندان سيدآغا د کور مخې ته ودروله. بګيوان د انور سامانونه له بګۍ کوز کړه، اسدالله د قوماندان ور وټکاوه ، پيکۍ خپل زوی احمد دروازې ته وليږه، احمد بهر راووت سترګې يې په انور ولګيدې، د ايمل ګمان يې پرې وکړ. خوشحاله شو بيرته په کور ننوت چغې يې وهلې، چې مورچانې ايمل ماما مې راغلی پيکۍ پريشانه شوه چې ايمل ولې ور ټکوي، او کورته نه راځي ټيکری يې سم کړ د دروازې په لور راروانه شوه، د دروازې له دَرز نه يې انور وليد، حيرانه شوه چې دا ښکلی ځوان څوک دی، چې کټ مټ ايمل غوندې ښکاري . ايمل خو دومره چاغ سور او سپين نه دی. زړه نازړه يې غږ وکړ، ورونو څوک مو پکار دي؟
اسدالله وویل زيری مې درباندې خورې د تاسو ورک ورور انورجان مې راوستی، پيکۍ د انور د نوم په اوريدو بې اختياره ور خلاص کړ او د انور په قدمونو کې راپريوته. انور پيکۍ له خاورو راپورته کړه ډير يې ورسره وژړل. اسدالله او بګيوان هم ددغې صحنې په ليدلو ژړل، او د انور سامانونه يې د قوماندان سيدآغا کور ته دننه کول.
اسدالله انور په خپله خور وسپاره، او بيرته له بګيوان سره خپل دوکان ته لاړ. ماښام قضاء قوماندان سيدآغا کور ته راغی، د انور په ليدلو ډير خوشحاله شو. پيکۍ د انور په قدمونو کې خپل کولنګي چرګ حلال کړ، شپې ته یې ښه خوندوره ډوډۍ تیاره کړه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته انور خپل راوړي سوغاتونه پيکۍ او سيدآغا ته وروښوده د دوی برخه يې هم پکې وکړه. پيکۍ د انور پيسې قوماندان ته وروښودې چې دا څنګه پيسې دي؟
قوماندان وخندل ليونۍ دا آلمانۍ پیسې دي ته يې راکړه چې ويشميرم قوماندان د انور يولک الماني مارک له سترګو تيرې کړه او بيرته يې پيکۍ ته ورکړه. پيکۍ او قوماندان همدا راز د انور طلايي سکې، طوقونه، غاړکۍ او نور قيمتي سوغاتونه يو په يو وليدل. شپه پخه شوه، انور ستړی وه خوب ټالۍ ورکولې، پيکۍ له ځايه جيګه شوه په بله کوټه کې يې ځاي ور جوړ کړ سپينه روی کش يې پرې وغوړوله.
انور څو ځلې احمد مچې کړ او لاړ خپل ځای کې ويده شو. قوماندان سيد آغا چې په رزيله کارونو کې، له قوماندان ديوانه، قوماندان قمچين، قوماندان شفتل، قوماندان زربه، قوماندان چپه او راسته نه کم نه وو، پيکۍ يې د څو غاړکيو په بدل کې د خپل مسافر ورور په مرګ راځي کړه. د شپې ناوخته قوماندان سيدآغا تبر په لاس د انور کوټې ته ورننوت، انور په خواږه خوب ويده و، قوماندان په ډير قوت تبر راپورته کړ او د انور په سر يې ګذار وکړ، خو تبر د انور په اولي ولګيد، انور له ځايه خيز کړ او د کوټې کونج کې ګذار شو، به داسې حال کې چې سخت ټپي و، چيغي يې وهلې، ما ولې وژنې زما څه ګناه ده؟ خو قوماندان سيد آغا نور انور ته د څه ويلو وخت ورنه کړ او د برچو ګذارونه يې پرې پيل کړه.
احمد د خپل مسافر ماما په چيغو له خوبه را ويښ شو او دا بوګنونکې پېښه يې ټوله په خپلو سترګو وليده، چې څنکه يې پلار انور په تبر ټوټه ټوټه کړ او په يوه سپينه بوجۍ کې یې واچاوه، او هغه سپينه بوجۍ يې د تنور په تل کې خښه کړه. د احمد زبون وهل شوی وه آه يې له خولې نه خوت حيران حيران يې خپل مور او پلارته کتل، شپه سبا شوه سحر وختي پيکۍ خپله کوټه د انور له وينو او غوښو پاکه کړه، وړه يې لامده کړه تنور کې يې اور واچاوه، ډوډۍ يې پخه کړه، د سهار چای تيار شو، خو احمد څه ونه خوړل، پيکۍ لا د قوماندان سيدآغا د مخې دسترخوان نه و ټول کړی چې ايمل،اجمل او مور يې په دروازه راننوتل.
د انور مور له ورايه په پيکۍ غږ وکړ لورې د انور جان خوشبويي راځي بيګاه مې ټوله شپه د انورجان سره تيره کړه، څو وارې مې په خوب وليده، چې راته وايي زه راځم، زه همدلته يم، پيکۍ لکه د مړي په شان زيړه پيړه د خپلې مور او ورونو مخې ته ولاړه وه، قوماندان سيدآغا ژر راپاڅيده د خواښې لاسونه يې مچې کړه، د ايمل او اجمل سره يې ستړي مشي وکړه، کوټه کې يې کښينول په پيکۍ يې سترګې برګې کړې، ژر کوه چای راوړه او بیا یې خپلې خواښې ته وويل چې انور دې خداي وبښي، د هغه به هډوکي هم نه وي پاتې ته هسې دپريشانۍ خوبونه وينې دعا ورته کوه او بس، قوماندان سيدآغا له لږ ځنډ وروسته خپلې قرارګاه ته لاړ، د انور مور چې له چهاردرې نه د کندز تر ښاره کراچۍ ړقولې وه ټول بدن يې درد کاوه ډيره ناارامه وه، سر يې کيښوده ويده شوه، ايمل او اجمل بيلونه واخيستل د کور د باغچې د زمکې په اړولو يې پيل وکړ له لږ کار وروسته يې د مور چيغې ترغوږ شوې، په منډه کوټې ته ورغلل ګوري چې مور يې ويښتوکې لاسونه اچولي په چيغو چيغو ژاړي، ايمل ترې غيږ تاوه کړه چې ولې مورې؟
څه پيښه شوې مور يې وويل، انور جان ژوندی دی بچيانو پيکۍ پرې خبره ده خو موږ ته څه نه وايي دا اوس مې بیا په خوب ليده چې راته وايې، زه پيکۍ بندي کړی يم ستا په څنګ کې پروت يم راشه ما د پيکۍ له بنده خلاص کړه. پيکۍ چې د خپلې مور خبرې واوريدې، په پټه له کوره ووته.
ايمل او اجمل پيکۍ په کور کې پیدا نه کړه، خو احمد يې يوه کلپ شوې کوټه کې وموند چې خبرې یې نه شوې کولی يوازې سلګۍ يې وهلې. ايمل احمد په غيږ کې راواخيست مچې يې کړ، خپلې مور ته يې راوست. احمد چې کله خپله انا وليده، په ژړا شو، ځان يې غيږې ته ورواچاوه، انا يې ترې وپوښتل، چيرته وې زويه؟ مور دې ويل چې احمد مو د خپل تره کور ته ليږلی، احمد وويل چې نه دروغ وايې زه يې بندي کړی وم، زما پلار ليونی شوی، زه ډير ډاريږم چې ماهم د انور ماما غوندې په تبر ونه وهي. ايمل او اجمل ترې وپوښتل انور چا په تبر وهلی کله يې وهلی؟
احمد د خپلو ماما ګانو له پوښتونو وروسته د تيرې شپې ټوله کيسه خپلو ماما ګانو او انا ته وکړه. ايمل او اجمل د دغه دردونکې پيښې په خبريدو لکه د زخمي زمريانو په شان په ځانونو خولې لږولې، چې په همدې وخت کې قوماندان سيدآغا او پيکۍ جوړه په کور راننوتل، نور نو اجمل قوماندان ته وخت ورنه کړ، لکه د بادو بڼکه يې له زمکې پورته کړ او د انګړ په منځ کې يې راوويشت په خپله پګړۍ يې لاسونه پخې وروتړلې، کور کې شور ماشور جوړ شو عالم عالم خلک راغلل. ايمل او اجمل تنور راوسپړه د خپل شهيد ناليدلي ورور د غوښو او هډوکو بوجۍ يې د خپلې مور مخې ته کيښوده. ۲۰ / ۶ / ۱۳۸۱ ايران، شيراز