نېټه: ۱۳۹۶ـ۷ـ۳۰
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر
له تېرې يوې اونۍ راهیسې د هيواد پلازمېنې په ګډون پکتيا، غزني او کندهار ولايتونو کې د دولت بې کفایتۍ له امله تر دوو سوو زیات امنیتي سرتېري په شهادت رسېدلي دي او دا خونړۍ لړۍ به خدای خبر به تر کومه روانه وي؟
د کابل دشتي برچي او د غور دولينه ولسوالي په جوماتونو کې د داعش تروریستي ډلې بريدونه د لا اندېښنې وړ دي، داعش تروریستي ډله د سیمې استخباراتي شبکو په نغوته زموږ د شیعه وروڼو په جوماتونو تروریستي بريدونه تر سره کوي، تر څو په هيواد کې قومي تربګنۍ ته لمن ووهي، افغان دولت نه يواځې دا چې د خلکو امنيت خونديتوب لپاره هيڅ ګام وانه خيست، بلکې د خپلو امنيتي سرتېرو په امنيت کې هم پاتې راغلی دی.
د افغان امنيتي سرتېرو په قرار ګاوو تروریستي پلان شوي بريدونه تر سره شول، پکتيا امنيه قوماندانۍ باندې موټر بم بريد، غزني په اندړو ولسوالي موټربم او ډله ايز بريدونه ترسره شول، چې لسګونه افغان سرتېري يې په شهادت ورسول، همدارنګه کندهار اړوند ميوند ولسوالي د افغان امنيتي ځواکونو په قرارګا هم تروریستي بريد تر سره شو، چې تر څلويښتو زیات امنيتي سرتېري يې په شهادت ورسول.
تېر ماسپښين قمبر څلولارې ته څېرمه د مارشال محمد قسیم فهيم پوهنتون محصلينو پر موټر ځانمرګي بريد له افغانانو سره اندېښنې څو برابره زیاتې کړې دي.
له کله راهيسې چې له امريکا سره ستراټېژيک تړون لاسليک شوی د افغانانو په شهادت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، هر ځای تروریستان سر راپورته کوي او په ډېره سپين سترګۍ سره افغان زړور سرتېري په نښه کوي، افغانان وژني، ماشومانو او ښځو باندې رحم نه کوي.
افغان دولت باید په خپل ستراتيژيک تړون له سره غور وکړي، ځکه چې نه ورسره تروریستي پېښو کې کمښت راغی او نه هم په سرحدي سیمو کې له افغان امنيتي سرتېرو سره همکاري کوي.
موږ په مشرانو او ولسي جرګې باندې غږ کوو، چې له امريکا سره ستراټيژيک تړون لغوه اعلان کړي، ځکه همدا تړون د افغان وژنې رسمي اجازه ليک دی، تر کومه چې امريکا متخد ایالات د تروریستانو حامي هيوادونو کې د ترهګرو پټن ځایونه په نښه نه کړي او ترهګر له منځه وړل شوي نه وي، تر هغو پورې ستراټېژيک تړون هيڅ ګټه نه لري او ژر تر ژره يې باید په اړه د مشرانو او ولسي جرګه خپل تصميمونه ونيسي او همدارنګه د فاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت لوی ریاست چارواکي دې استجواب کړي، تر څو د وروستیو تروریستي بريدونو په تړاو ملت ته ځواب ووايي.
په درنښت
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر