تاند – دو انګریزانو اویا کاله وروسته له فراقه کوژده وکړه. ډیلي ایکسپریس ورځپاڼه لیکي، پاپ همفریز ۸۹ کاله عمر لري او پیرني پلویټ ۸۷ کلنه ده. دوی له کوچینوالې سره مینه لرله، خو له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته د دوی اړیکي پرې شول.

ورځپاڼه لیکي، پیرني د دوهمې جګړې پر مهال خیاطي کوله، خو د جګړې له امله پاپ په ۱۹۴۳ م کې د بریتانیا هوایي ځواک جلب کړ، بیا یې فرانسې ته بیوي، څو هلته د نرس کارونه وکړي، دی هغه مهال ۱۸ کلن و.

ورځپاڼه لیکي، پاپ په منظم ډول خپلې معشوقې پیرني ته له فرانسې لیکونه استول، خو د ده لیکونه پیرني ته نه رسیدل، ځکه چې د نجلۍ پلار به دا خطونه اخیستل او څیرل به یې، د نجلۍ د پلار زړه نه و چې لور یې له پاپ سره اړیکي ولري.

وروسته بیا پیرني له یو نیوزیلنډي پیلوټ سره واده وکړ او نیوزیلنډ ته کډه شوه. پاپ هم واده وکړ او فکر یې وکړ چې میینې یې ده ته په دې دومره موده کې د ده د ګڼو لیکونو ځواب ورنه کړ، نو زړه یې نه دی چې واده ورسره وکړي.

 دې کیسې دغسې اویا کاله دوام وکړ، اویا کاله وروسته د پاپ او پیرني تر منځ ټیلفوني رابطه ټنیګه شوه، پاپ د بریتانیا له جنوبه په ټیلفون له خپلې زړې معشوقې سره خبرې وکړې او دواړو سره ومنله چې د عمر پاتې ورځې به سره یو ځای تیروي.

ډیلي ایکسپریس لیکي، پیرني چې کله د پاپ غږ د لومړي ځل لپاره واریده نو اوښکي یې نه تم کیدې او ویې ویل چې دا نه شي کولی چې خپل احساس څرګند کړي، ځکه چې فراق ډیر اوږد و.

پیرني او پاپ تیره شنبه په بریتانیا کې کوژده وکړه او خپله تیره میینه یې راژوندۍ کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *