تاند- د افغانستان د دیني عالمانو شورا وايي د بې ګناه ښځو، نارینه وو او ماشومانو وژل په هر راز شرایطو کې د اسلام د سپېڅلي دین له نظره حرام دي.

د افغانستان د دیني عالمانو شورا دا اعلان وروسته له دې کوي چې په وروستیو څو اوونیو کې د دولت وسله والو مخالفانو بمي او ځانمرګو بریدونو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې یې د دولت د ملکي مامورینو په شمول په لسګونو ملکیان وژل شوي دي.

د دې حملو وروستۍ هغه د تېرې اوونۍ موټربمي حمله وه چې د سترې محکمې پر قاضیانو او مامورینو وشوه چې په نتیجه کې یې د یو شمېر قاضیانو په شمول ۱۷ تنه ووژل شول او ۳۹ نور ژوبل شول.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر د یوې خبرپاڼې له مخې د دیني عالمانو شورا له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې جګړه بس کړي له اسلامي احکامو سره سم خپل اختلافات د خبرو او جوړجاړي له لارې حل کړي.

د علماوو شورا د دې خبرې د یادونې په ترڅ کې، چې عقیدې باید د عُقدو قرباني نه شي، له حکومت او د سولې له عالي شورا غوښتنه کړې چې د بهرنیانو دسیسو ته ځیر واوسي او داسي شرایط ونه مني چې د افغانستان سیاسي نظام، مځکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او ملي یووالی زیانمن شي.

د علماوو شورا تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي چې د اسلام ستر پیغمبر په خپل ټول عمر کې له هیڅ ماشوم، نارینه، نوکر، مريي او حتي حیوان سره زیاتی نه دی کړی او څوک یې نه دي ځورولي.

دې شورا د پوهنتون وروستیو لانجو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې له یوې مودې راهیسي هڅې روانې دي چې د پوهنتون ساحه د سیاسي هدفونو او ملي ضد لانجو په میدان بدل شي.

شورا زیاته کړې:«موږ د پوهنتون له استادانو او محصلانو غواړو چې اعتراضونه پای ته ورسوي او ټولګیو ته لاړ شي.»

د پوهنتون استادان او ډېری محصلان د لوړو زده کړو د وزیر د لېرې کېدو او د پوهنتون او استادانو د شرایطو د ښه کېدو غوښتونکي دي. دوی وايي تر څو چې ارګ دا غوښتنې ونه مني اعتصاب ته به دوام ورکړي.

تر دې مخکې یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې غوښتنه کړې وه چې له دې وروسته باید د تروریستي حملو په خاطر طالبان محکوم نه شي او نه یې نوم واخیستل شي بلکې پاکستان او آی ایس آی وغندل شي ځکه چې دا بریدونه د آی ایس آی له لوري کېږي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *