عامې روغتيا وزارت هغه اداره ده، چې له سره يې چارواکي په ژمني خوب ويده دي. د دوی ټول کار په کابل ښار کې په وزير محمد اکبرخان مېنه کې د خپل وزارت تر څلورو ديوالونو او يا هم عصري او ستوريزو هوټلونو پورې را محدود دی. د دغه وزارت ټوله بودجه د سيمينارونو په جوړولو او د ورځو به لمانځلو سره لګول کېږي او وخت يې ددې پر ځای چې يوې لرې پرتې سيمې ته روغتيايي اسانتياوې ورسوي، په داسې څه ضايع کېږي، چې د حساب نه وي.

په افغانستان کې بې شمېره روغتونونه، رغتيايي مراکز او درملتونونه فعال دي، خو هره ورځ يې د ناروغانو کتارونه بهرنيو هېوادونو ته خوشې وي. دغه جوپې جوپې تلونکي افغان ناروغان په بهرنيو هېوادونو کې هم د همدې وزارت د کمېشنکارانو له لاسه چور کېږي.

موږ د داسې عادي ناروغيو له درملنې عاجز يو، چې په نورو هېوادونو کې ورته د ناروغۍ په سترګه نه کتل کېږي. اصلي خبره داده، چې چارواکي سر پسې نه ګرځوي او ټوله ورځ په نمايشي چارو بوخت وي.

موږ د وينې نړيواله ورځ لمانځو، خو د تلاسيما ناروغانو شمېر مو ورځ تر بلې لوړيږي او د درملنې لپاره يې په لارو چارو کار نه کوو. په روغتونونو کې مو ناروغان او ټپيان د وينې د نه ور رسېدو له امله ساه ورکوي، خو د وينې د راټولوولو په برخه کې مو لګښتونه تر اټکل لوړ دي.

موږ د ايډز نړيواله ورځ لمانځو، خو په دې ونه تواندېدو، چې د عامه پوهاوي کچه دومره لوړه کړو، چې دغه ناروغي، راټيټه کړو، بلکې د يوه ناکاره وزارت او بې شمېره دولتي او نادولتي روغتيايي مرکزونو له لاسه دا شمېرې کال تر بل لوړيږي.

دا خو د لوړې کچې ناروغۍ دي، چې شايد په نوره نړۍ کې هم خلک ورسره په ستونزو کې ګېر وي.

د افغانستان په يوه ولايت کې د تبې او ټوخي بلا ولګي او درملنه يې ونشي، دومره انسانان سټ کړي، چې وير اعلان شي، خو د وزارت مسووليت يوازې د خپل نمايشي کار وړاندې کول او شعارونه وي. افغانان د داسې يوه هېواد وګړي دي، چې په يوويشتمه پېړۍ کې هم له نسناستي، والګي او نورو وړو ناروغيو مري، چې وګړي يې د ملاريا له ناروغۍ ومري، چې اوسېدونکي يې له نسناستي هلاک شي، نو دا به څه ډول هېواد وي.

همدا اوس يوازې په کندهار ولايت کې تر ۱۰۰۰۰ زيات ماشومان په نسناستي ناروغۍ اخته دي او درملنې ته يې که د کندهار ښار ته را ونه رسول شي، نو د ژوند څل به ونه وهي.

په افغانستان کې د نورو برخو ترڅنګ روغتيايي برخه هم مافيا په ولکه کې اخستې، په تفتيش او څار ډلو کې يې داسې کسان ګومارل شوي، چې له روغتياپالو، ډاکترانو او رغتيايي مرکزونو سره شراکتونه لري او هر يو يې خپله ونډه اخلي.

په دې وروستيو کې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه ویلي،چې په افغانستان کې د ماشومانو د زړه سوري کیدو ناروغي مخ په ډېرېدو ده.

افغاني سره میاشتې ټولنې چارواکيوايي، په تېرو شپږو کالونو يې تر ۳۰۰۰ زیات د زړه سوري کېدو په ناروغې د اخته ماشومانو درملنه شوې او ددغو ټولو درملنه له هېواده بهر کېږي، چې په هر ناروغ تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې لګښت راځي او دغه لګښت هم د بهرنيو هېوادونو په ملاتړ تر سره کېږي، خو اندېښنې دادي، که چېرې دغه هېوادونه خپلې مرستې دروي، نو ايا په کور د ننه ورته کومه بديله لاره کتل شوې، طبعي ده، چې ځواب به يې نه وي، ځکه چې د ډېرو داسې ناروغيو په برخه کې د نه کار له امله اړوند چارواکي يوازې مسووليتونه چپوي.

همدا اوس د عامې روغتيا وزارت مسوولين په خپله عتراف کوي، چې په افغانستان کې۴۰،۹ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي. په دې مانا، چې په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې د ښه کېدو سربېره، که دغې برخې ته کار وشي، نو هر کال به په افغانستان کې نږدې د ۲۵۰ زره ماشومانو ژوند وژغورل شي، خو دا کار به څوک وکړي، د عامې روغتيا هغه وزارت چې يوازې د شمېرو خپرولو مسوليت لري او شعارونه ورکوي.

په هېواد کې د ټيټ کيفيت درملو موجوديت، په ډېرو درملتونونو کې د مسلکي کسانو نشتوالی، په دولتي روغتونونو کې د اړينو طبي وسايلو کموالى، اداري فساد، د خصوصي روغتونونو غيرمعياري خدمات، په خصوصي روغتونونو کې د پيسو د لاسته راوړلو لپاره له اړتيا پرته د جراحي عملياتو تر سره کول، په ځينو ولايتونو او ولسواليو کې د نارينه او ښځينه ډاکټرانو نشتوالى ټول هغه ستونزې دي، چې هره ورځ افغانان يا د مرګ کندې ته ټېل وهي او يا يې هم اړ کوي، چې له هېواده بهر په درملنه پسې ووځي.

موږلا هم په کليوالو سيمو کې د لومړنيو درملنو مرکزونه نلرو، نرسان د ډاکترانو او متخصصينو په رول کې چليږي او د درملو قاچاق چيان په پټه او ښکاره هغه بې کيفيته درمل دې هېواد ته را د ننه کوي، چې په خوراک سره يې انسان د هلاکت کندې ته لويږي.

که د روغتيا برخه د مافيا له منګلو ونه ژغورل شي، که لرې پرتو سيمو ته پام ونشي، که روغتيايي اسانتياوې، تر ولايتونو او ولسواليو ونه رسول شي، که په دولتي او خصوصي روغتيايي مراکزو څار ونشي، نو دا ولس به د عادي ناروغۍ هره ورځ همداسې سټ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *