ژباړه: احمدشاه پاڅون –

د سړک غاړي د سوالګرو په اړه کله ناکله نادر معلومات، د هغوی د ظاهري غربت تر شا د پټيې شتمنۍ او جایدادونو په اړه وي، څرګند سي.

مګر کله چي د یو هندستاني سوالګر اصلیت را ښکاره سو، ټول یې حیران کړه. داسي، چي ټوله ورځ سوال کوونکی دا کس، په اصل کي د یوه معتبر پوهنتون د قانون پېژندني پوهنځۍ  محصل دی.

اته څلویښت کلن سوالګر شیوسینګ په اړه ((ټایم اف انډیا)) معلومات خپاره کړه، چي هغه هره ورځ تر دریو بجو فقر کوي، چي څنګه درې بجې سي، په یوه زړه خلته کي کتابونه ورسره واخلي او د راجهستان پوهنتون پر لور رهي کیږي او دخپلو ملګرو ټولګیوالو سره یو ځای لکچر اوري.

2د شیو سینګ په اړه دا هم ویل سوي، چي کله یې پوهنځۍ پیل کړې تر اوسه یې غیر حاضري نده کړې او چي کومه ورځ کوم ساعت خالي وي، نو دی د پوهنتون په کتابتون کي مطالعه کوي.

د پوهنتون د استادانو او محصلینو په قول: دوی باور نه کوي چي شیو سینګ دي سوال هم کوي، ځکه هغه ډیر خواری کښ او ځیرک محصل دی. دوی وايي هغه اکثره وخت د درس په لړ کي د خپلو ټولګیوالو مرسته کوي.

3د ورځپاڼي په وینا شیو سنګ ورته ویلي، چي یو وخت دده هم کورنۍ او خوشحاله ژوند وو، مګر د مور او پلار تر وفات وروسته نورو خپلوانو هم و شړی. نوموړي د لاسونو د معذرت له کبله کار نسو کولای او مجبور سو، فقر کولو ته یې پنا یو وړه او بلاخره تر پوهنتونه ورسید.

که څه هم نوموړی د لوړ عمر خاوند دی، مګر بیا هم هغه د قانون پېژندني د پوهنځۍ څخه تر فراغت وروسته د یو باعزته ژوند د تیرولو او د نورو سره د مرستي کولو تکل لري.

2 thoughts on “د ورځې سوالګر، ماښام څه کوي؟”
  1. ډیره دردونکی وه ریښتیا هم چې قوی هوډ پکار دی.راشه زموږ بدبخته هیواد ته چې ښی ډيري پيسی به ورسره وي مګر درس ته یی ملاماته وي او ټوله ورځ په فحشاو او بدو کارونو کې تیروی .
    دا کومې پیسی چې په دی کارونو لګوي دا په اصل کې د نامشروع لاری نه ترلاسه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *