لږ تر لږه د ورځې یوازې درې دقیقې وخت مو د ځان لپاره په پام کې ونیسئ؛ کتاب، فلم او یا همداسې یوه موضوع چې ستاسو په اند خوشحالولای مو شي، ځان پرې خوشاله کړئ. ما خپله هم دغه تجربه د ډېر وخت لپاره کړې، بې له شکه چې د پام وړ څه مې ترې ترلاسه کړي هم دي.

راتلونکې ستاسو په لاس کې ده

د مثبت بدلون لپاره هېڅکله هم ناوخته نه دی؛ ډېر کله د تېر په اړه فکر کوو، په داسې حال کې هغه څه چې له لاسه مو ورکړي، وخت پرې تېر شوی دی، بیا لاسته نه راځي. د دې پر ځای ښه ده چې د خپلو نوو موخو په اړه فکر وکړئ چې کومه موخه مو کولای شي ښه راتلونکې در په برخه کړي. په دې اړه فکر وکړئ چې پاتې عمر مو څه ډول تېر کړئ، کومې ستونزې مو په مخ کې دي او څنګه کولای شئ ترې د وتلو لاره پیدا کړئ او پرې بریالي شئ. د داسې څه په اړه فکر وکړئ چې څنګه کولای شئ خپلې موخې ته یو ګام نور هم نږدې شئ، یو قدم نن واخلئ او یو هم سبا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *