تاند- د اپریل په لومړیو دوو اوونیو کې د ورځې ۱۰۰۰ تنه ناراجستر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راغلي دي.
د تېر کال په پای کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو د بهیر له درېدو وروسته په اپریل میاشت کې افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر په تېرو درو میاشتو کې تر بل هر وخت چټک شوی دی.
په افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا سیمه ییزې رییسې (کېټ او رورک) وویل«موږ د هغو کډوالو په حال اندېښمن یوو چې لازم اسناد نه لري.»
تېر (۲۰۱۶) کال له پاکستانه ۶ لکه افغان کډوال افغانستان ته بېرته راغلل چې د هغو په منځ کې ۲ لکه ۲۵ زره ناراجستر شوي کډوال ول.
د ۲۰۱۶ د دسمبر او د ۲۰۱۷ د مارچ ترمنځ له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ورو شو او په متوسط ډول د ورځې ۱۵۰ ناراجستر شوي افغان کډوال بېرته راتلل خو په روان اپریل کې ناببره د راستنېدونکو شمېر د ورځې ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شو.