مسعود پښتون

یوعماني متخصص او د عماني ژبې په اصلي غږېدونکو باندې غږ کړئ، چې خپله مورنۍ ژبه د مرګ او ورکېدو له خطر څخه وساتي. دا غږ ته نه یوازې د دې ژبې اصلي ویوونکو بدرګه کړی بلکې د نورو ژبو ویوونکو هم غبرګون ښوولی دی، او د دې ژبې د ورکېدو په برخه کې یې پر هڅو ټینګار کړی دی.

د عمان د پخوانيو ابداتو او کلتور وزارت د څېړنو مطابق، په دې هېواد کې په بېلابېلو سیمو کې په اتو ژبو خبرې کېږي. دا ژبې د مهري (Mehri) هویبوت(Hobyót) جابلي (Jabbali) سواحیلي (Swahili) بلوشي(Balushi) لاواتي(Lawati) هارسوزي (Harsusi) بادري(Bathari) او کامذري (Kamzari) په نومونو یادیږي.

د ډاکتر سید الجادهمي(Dr Said U Al Jadhami) یو همکار پروفیسور، په سلطان قابوس پوهنتون کې یو مقاله لیکلې، چې عنوان یې ((په عمان کې د اقلیت ژبې)) دی. په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره عمان ټايمز (Oman’s Times) ورځپاڼه کتلای شئ. ډاکتر سید جادهمی(Dr Said U Al Jahdhami) ویلي دي، مخکې له دې چې دا ژبې له منځه لاړې شي، باید یو ګډ کوشش وشي. نوموړی زیاتوي، زه د عماني ژبې په ټولو اصلي ویونکو غږ کوم چې د خپلې اصلي ژبې په ساتنه کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلي. دوی باید په خپله ژبه کار وکړي، تر څو د له منځه تلو له خطره وژغورل شي.

د ډاکترسید الجادهمي په وینا، دا ژبې په دریو ګروپونو وېشل شوې دي:

کامذري (Kamzari) ، لاواتي (Lawati) او بلوشي(Balushi) ژبې په هندو ایراني ډله کې شاملې دي. هارسوزي (Harsusi)، بادري (Bathari)، هوبیوت (Hobyót)، مهري (Mehri) او جبالي (Jabbali) ژبې بیا په غربي ماډرن عرب ګروپ کې شاملې دي او سواحیلي (Swahili) ژبه بیا د کانګو ګروپ سره تړاو لري. ډاکټر سید الجادهمي وایي، زه په ماهر او کاردان مولیفینو (چې عماني مشران دي) غږ کوم، چې یو ژب څېړنېز انسټیټوټ رامنځته کړي، تر څو دا ژبې د ورکېدو او یا د مرګ له خطر څخه وژغوري.

لاواتي (Lawati) هغه ژبه ده، چې نوره له ورکېدو سره مخ ده، په دې ژبه نور هېڅ کومه کورنۍ خبرې نه کوي. ډاکتر سید الجادهمي وایي، زما اولادونه په دې ژبه پوهېږي، ولې خبرې پرې نشي کولای.

مسلم ال مهري(Musallam Al Mehri) چې یوه ښوونکې او د مهري (Mehri) ژبې یوه اصلي خبرې کوونکې ده وایي، چې مهري زما د مور ژبه ده او دا ژبه ما له خپلې کورنۍ څخه زده کړه. په اوس وخت کې اکثراً په مهري (Mehri) ژبه یوازې او یوازې خبرې کیږي. د مهري (Mehri) قوم په غړو کې، د نورو قومونو خلک نشته، چې په دې ژبه خبرې کوي، دا شاید د دې له کبله وي، چې د ال مهري (Al Mehri) په سیمه کې یې ژوند کوي، خو د ال مهري ژبې ویوونکي نه ګڼل کېږي. ال مهري (Mehri) ژبه په دُفر، ال وستا، یمن او سعودي عرب کې ویوونکي لري.

الاوستا(Al Wusta) د هاسوزي سیمې د خلکو ژبه ده، صفیه ال سوزي(Safia Al Harsusi) یوه معلمه ده او په هارسوزي سیمه کې په ولایات همیه (Wilayat Haima) ژبه خبرې کوي. نوموړې وایي، هارسوزی زما د مور سیمه او ژبه ده او زه هم په همدې ژبه او سیمه کې لویه شوې یم. کوم وخت، چې له صفیه څخه پوښته وشوه، چې ته باید خپل ژبه نورو ته ور زده کړې او باید درس ورکړې. نوموړې وویل زه اول دا ژبه خپلو اولادونو ته زده کوم نه نورو ته، ځکه زه غواړم دا ژبه د هارسوزي د خلکو میراث واوسي او دا قوم پرې خبرې وکړي، له ورکېدو څخه یې وژغوري او پاېښت ومومي.

کامذري (Kamzari) هغه ژبه ده، چی د موساندم ولایت (Musandam) په شمال کې پرې خلک خبرې کوي. صفا ال کامذري (Safa Al Kamzari) یو ویشت کلن ځوان دی، چې د کامزري ژبې اصلي ویونکی دی. نوموړی د ولایات خسب (wilayat Khasab) ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی وایي: زه پلان لرم، چې په همدې ژبه له خپلو آینده اولادونو سره خبرې وکړم، اوس زه له خپلې کورنۍ او ګاونډیانو سره په همدې ژبه خبری کوم.

د ژبی غږ په هکله صفا ال کامذري وویل: زه چې غواړم کامذری (Kamzari) ژبه تدریس کړم، خو زما ملګرو ته د کامذري ژبې ځينې وییونه په تلفظ کولو کې سخت دي، چې زه ورسره مرسته کوم. سواحیلی (Swahili) یوه بله ژبه ده، چې په منطقي او سلطنتي ځایونو کې پرې خبرې کېږي. دا خبرې تر ډېره د عمان سره د نورو (افریقایي)هېوادونو په تاریخي اړېکو راڅرخي.

د عمان پخواني ابداتو او کلتور وزرات د څېړنو مطابق، په دې ژبه یوه ډېره پخوانۍ او قدیمي خطي نسخه ، چې تاریخ یې اتلسم قرن ته رسېږي لېکل شوې ده. دا خطي نسخه اوس په ختیځ مکتب، د افریقايي مطالعاتو په مرکزي کتابتون کې او د لندن په پوهنتون کې شتون لري. د عمان د پخوانیو ابداتو او کلتور وزارت د څېړنو مطابق دوفر بتریم (Dhofar Batharim) یوه بله ژبه ده، چې د ورکېدو له خطر سره مخ ده. په دې ژبه د البدري (Al Bathari) قبیله خبرې کوي.

دا ژبه تر اوسه کوم کتابي او خطي اثار نه لري(یوازې او یوازې د یو او بل د پوهولو لپاره ترې کار اخېستل شوی دی).

د ژبپوهنې د قوانیو او د ژبپوهانو له نظره دا ژبه له هارسوزي (Harsusi)، مهري (Mehri) او جبالي (Jabbali) ژبو سره یو ګډ اصل او رېښه لري. خو د دوی له منځه بدري (Bathari) ژبه د ورکېدو خواته روانه ده. دا ژبه بې له کومې لهجې د خلکو په منځ کې خواره شوې ده، چې اوس یې ویوونکي هم کم شوي دي.

د ډاکټر سید الجادهمي (Dr Al Jahdami) د مقالې په تائید د بادري (Bathari) ژبې د ویوونکو تعداد څو سوو ته رسیږي. په زاد جالي (Zadjali) ژبه هم خبرې کیږي، چې په په اصل کې دا ژبه له هندو ایراني کورنۍ سره اړېکه لري. د الجادهمي د خبرو په تائيد دا یوه ګډه ژبه ده، له بلوچي، سندي او فارسي څخه. همدارنګه نوموړی زیاتوي، د نورو ژبو پر خلاف په سلطنت کې په دې ژبه زیات خلک خبرې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *