تاند – د اورګاډي د هغې لیکې لومړی اورګاډی د دوشنبې په ورځ له چین څخه ایران ته ورسېد چې په اسیا کې د ورېښمو د پخوانۍ لارې یاد تازه کوي.
فرانس پریس خبري اژانس وایي چې، هغه اورګاډی چې د سوداګریزو مالونو ۳۲ ډبې یې انتقالولې د چین د ژیجېنګ له ختیځ ولایت څخه په ۱۴ ورځو کې د ۹۵۰۰ کیلومترو لارې په وهلو سره چې له قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو څخه تېرېږي د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېد.
د ایران د اورګاډو د شرکت رییس محسن پورسید اقایي وویل چې هغوی تمه نه لرله چې دغه اورګاډی به په ۱۴ ورځو کې هدف ځای ته ورسېږي. نوموړي د تهران د اورګاډو په سټېشن کې د یاد اورګاډي د رسېدلو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې چې د چین او ترکمنستان سفیرانو هم په کې برخه لرله وویل چې د ورېښمو د لارې بیا احیا کېدنه د هېوادونو له پاره ډېر ارزښت لري.
ښاغلي اقایي وویل چې دغه لاره له شانګهای څخه د سمندر له لارې د ایران تر عباس بندر پورې لارې څخه ۳۰ ورځې لنډه ده په دې معنی چې پخوا به چینایي مالونه ایران ته په یوه نیمه میاشت کې رسېدل خو تر دې وروسته به په ۱۴ ورځو کې رسېږي. آقایي زیاته کړه چې د اورګاډي دغه لاره به په تهران کې پای ته ونه رسېږي بلکه هغوی پلان لري چې دغه لاره په راتلونکي کې اروپا ته پسې وغزوي چې د اورګاډو له تېرېدلو څخه به ایران ته لا نورې پیسې په لاس ورشي.
د چین جمهور رییس شي جینپنګ او د ایران جمهور رییس حسن روحاني تېره میاشت سره هوکړه وکړه چې د راتلونکو ۱۰ کلونو په بهیر کې به د ۶۰۰ زره میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي اړیکې جوړې کړي.
تمه وه چې د جمهور رییس اشرف غني په واک ته رسېدلو سره به افغانستان د ورېښمو د لارې یوه مهمه برخه وګرځي چې افغانستان به ترې په کافي اندازه عواید ترلاسه کوي خو داسې ښکاري چې ښاغلی غني لا تر اوسه په کور دننه له هغو مافیایي کړیو سره لاس او ګرېوان دی چې په تېرو ۱۴ کالو کې را ټوکېدلي او په ټول قوت سره د نظام مخه وهي او له بلې خوا لا هم پاکستان او ایران په افغانستان کې د ترهګرو ګروپونو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د دغه ډول پروژو مخه پرې ډب کړي او افغانستان خپلو ځانونو ته محتاج وساتي.
چی یوه خوله حکومت وي، دولس دګټو لپاره څه ناڅه ژمن هم وي بیا به داتمه ترې کیږي چي دوریښمو لاره دي راته جوړه کړي، اوسنی دوه خولی (دوه سری) حکومت مکومت نه دی هسي به خپلې چړچې والووزوي او لاړبه شي.